1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان اوکراين ته درنې وسلې ورکوي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۶, سه‌شنبه

د آلمان د دفاع وزيري د امريکا متحده ايالاتو په کوربه توب جوړ سوي د اوکراين په اړه کنفرانس کي اوکراين ته د آلماني ټانکونو د لېږد اعلان وکړ.

https://p.dw.com/p/4AT2r
Deutschland | Flugabwehrpanzer vom Typ Gepard
آلمان اوکراين ته گېپارد ډوله ټانکونه ورکوي چي له مځکي څخه هوا کي ويشتل کويانځور: Carsten Rehder/dpa/picture alliance

امريکا متحده ايالاتو د آلمان په رمشټاين سيمه کي په خپله نظامي اډه کي د اوکراين په هکله يو کنفرانس د سه شنبې په ورځ جوړ کړ. په دغه کنفرانس کي تقريباً د څلويښو هيوادونو استازو گډون لاره چي پکښي د ناټو د غړو هيوادونو د استازو تر څنگ د نورو هيوادونو استازي هم شامل ول.

د آلمان د دفاع وزيري کريستينه لامبرېخت په دغه کنفرانس کي د آلمان پر ضد هغه نيوکي ردي کړې، چي گواکي آلمان د اوکراين سره تسليحاتي مرستو ته چمتو نه دی. هغې وويل چي آلمان له دې کبله تر اوسه د درنو وسلو په هکله اقدام نه ؤ کړی، ځکه چي په يوازي سر يې اقدام نه غوښت. د هغې مقصد دا ؤ چي گواکي آلمان د خپلو ټلوالو سره په همږغي اوکراين ته د وسلو لېږلو د اقدام پلوي کوي.

کريستينه لامبرېخت په دغه کنفرانس کي اعلان وکړ چي آلمان به اوکراين ته د دافع هوا »گېپارد« ډوله ټانکونه ورکړي. هغې وويل چي آلمان چمتو دی چې په خپله خاوره کې اوکرايني عسکر تربيه کړي.

لامبرېخت اوکراين ته د آلمان له خوا د ټانکونو د ورکړي په هکله وويل: «گېپارد ټانک بالکل هغه څيز دی، چي له مځکي څخه د خپلي هوايي حريم د دفاع له پاره ورته اړتيا لري.»

د امريکا متحده ايالاتو د باندنيو چارو وزير، لويډ آسټين، کنفرانس ته د وينا پر وخت وويل چي امريکا به له اوکراین سره د روسيې د نظامي بريد آخوا هم مرستي وکړي. له دې مخکي د روسيې د باندنيو چارو وزير سرگې لاوروف په روسي دولتي تلويزيون کي ويلی ول چي ناټو د روسيې پر ضد په غيرمستقيمه توگه جگړه پر مخ بيايي.

په عيني حال کي د ملگرو ملتونو سرمنشي انتونيو گوتېريش هم روسيې ته خپل درې ورځنی سفر پېل کړی دی. هغه په مسکو کي وړانديز وکړ چي يوه داسي د تماس ډله دي رامنځته سي چي پکښي د ملگرو ملتونو، مسکو او اوکراين استازي په اوکراين کي د بشري ستونزو د حل له پاره سره يوځای وي.

آ./ا.ا./ن.ز.