آلمان اوس مهاجر بيرته هنګري ته نه استوي
۱۳۹۶ شهریور ۸, چهارشنبهد آلمان فدرالي حکومت د دغه هيواد په پارلمان کې د کين اړخ ګوند د استازی اولا یلپکه، د غوښتنې په ځواب کې وليکل چې اوس هم له هنګري څخه د (د دوبلين لايحې له مخې د مهاجرو د بيرته ليږد په موخه) رسمي غوښتنې کيږي خو څيړنو ښولې چې دغه هيواد ته د مهاجرو بيرته استول يوازې په يو محدود چوکاټ کې د امکان وړ دي.
د آلمان حکومت د ځواب پر اساس د اپريل مياشتې تر يوولسمې وروسته له آلمان څخه هيڅ مهاجر بيرته هنګري ته نه دی استول شوی.
د آلمان حکومت دغه سند د سه شنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس په اختيار کې ورکړل شو. د آلمان د لومړي تلويزيوني چينل (اې.آر.دي) په دې اړه رپوټ خپور کړی دی.
د اروپايي اتحادېې کميسيون په می مياشت کې د دغه قرارداد د نقضولو له پاره پر هنګري باندې د اقامې دعوا کړې وه. دغه کميسيون د هنګري پر کړو وړو د نيوکې تر څنک وايي چې هنګري د مهاجرو له پاره د پناه غوښتنې لازم شرایط او امکانات ډير سخت کړي دي. پر دې اساس په هنګري کې تر نامعلوم وخت پورې په قيد کې د مهاجرو ساتل، له سيستماتيکو نيولو څخه کوم توپير نه لري.
تر دې مخکې آلمان د ورته دلايلو له مخې يونان ته هم د مهاجرو د بيرته استولو څخه ډډه کړې وه.
د آلمان فدرالي حکومت د دغه سند يا ځواب پاڼې په دوام ليکلي چې هغه مهاجر چې په پام کې ده بيرته يونان ته واستول شي، په اړه يې د دوبلين لايحه په تدريجي توګه پیل شوې ده. خو د ۲۰۱۷ کال په دويمو درو مياشتو کې يونان ته هیڅ مهاجر نه دی استول شوی.