آلماني ورځپاڼه »دي څايت« او د برژينسکي انتقادونه
۱۳۸۵ دی ۲۱, پنجشنبهاعلان
د برژينسکي په ژبه امريکا پخوا هم دلته او هلته ځينې ستونزې گاللې دي ولې دوی تر اوسه پورې هېڅکله يوازنې زبرځواک په نړۍ کې نه وو پاتې شوي. د عراق جگړې اوسمهال د ده په وينا د امريکې د هلو ځلو مشروعيت تر پوښتنې لاندې راوستی دی او امريکا يې په يوې »بې پايه شخړې« کې ښکېل کړې ده.
د ايران د اتومي تگلارې په برخه کې برژينسکي اخطار ورکړ او ويې ويل چې »ځينې خلک لکه چې په امريکا کې د ايران په وړاندې د بريدونو هر کلی کوي.« د امريکا نوموړي سياستپوه د امريکې د متحده آيالاتو پر حکومت باندې غږ وکړ چې د خپل بهرني سياست په هکله دې غور وکړي او د سياست بله لهجه دې وکاروي.