آلماني عسکر د جرمنيانو د لږ حمايې او ملاتړ څخه شکايت لري
۱۳۸۸ مرداد ۹, جمعهمجلې د څلورو تنو د جملې څخه د درو هغو پراشوټي عسکرو د خولې رپوټ ورکړی دی ،چه د جولای د مياشتي په شروع کښي د جرمني دصدراعظمي انګيلا ميرکل لخوا ورته د زړورتيا افتخاري مډالونه ورکول سوي وه .
28 کلن بريدګي هينري لوکاس د مجلې سره په خبرو کښي ويلي دي ،چه آلماني ځواکونه د پرله پسې خطر سره مخامخ دي . هره ورځ موږ ته اخطارونه راکول کيږي ،او « موږ کوښښ کوو ،مخکښي تر دې چه يو څوک پر موږ يا زموږ پر قرارګاوو باندي حملې وکي ،د هغه مخنيوی وکو . ددې کبله موږ هلته يو . »
د بلي خوا بيا عسکر د آلماني پوځ د عملياتو څخه د جرمنيانو پر لږ حمايې او ملاتړ باندي انتقاد کوي . وايي ،هر هغه څوک چه شعار ورکوي « د افغانستان څخه راووزۍ » يوازي « هغه ځوانان تغذيه کوي چه پر موږ باندي حملې کوي » .
پداسي حال کښي چه امريکايان د خپلو عسکرو څخه ملاتړ کوي ،بيا زموږ په هيواد جرمني کښي خلګ يوازي هغه وخت وطن پرسته کيږي ،کله چه جرمني د فټبال بازي کوي .
ده پوځي نښانونه او مډالونه د نظامي عملياتو دپاره ښه وبلل ،او د صدراعظمي لخوا د مډالونو ورکول يې ددغه کار دپاره يوه ښه نخښه وبلل .
Dpa/
کتونکی : محمد قاسم نوري