«مهاجر له تمې ښه په آلمانۍ ټولنه کې جذب شوي دي»
۱۳۹۷ آذر ۲۴, شنبهد آلمان د کارورکونکو د اتحاديې مشر انګو کرمر آلمانۍ ورځپاڼې «آګسبورګر آلګماينن» ته ويلي دي، کله چې انګلا مرکل ويل «موږ بريالي کيږو» دا يې حق وو. د هغه اشاره د مرکل هغې خبرې ته ده چې په ۲۰۱۵م کال کې يې کړې وه. مرکل هغه مهال د مهاجرو پر مخ د آلمان دروازې پرانيستې پريښودې او تل به يې دغه خبره «چې موږ بريالي کيږو» تکراروله. په دغه کال له يو ميليون څخه ډير مهاجر آلمان ته دننه شول.
مرکل د مهاجرت سياست له پاره يې، تل د هغې د اتحادي ګوند يعنې مسیحي دموکرات او د آلمان د ښي اړخو له خوا تر نيوکو لاندې نيول شوی ده، خو دې سره سره هغه هيڅ کله له دغه وضعيت ستړې نه شوه او پر خپله خبره يې چې هيواد به يې د مهاجرو په چارو کې «بریالی» وي، ټينګار کړی.
د آلمان د کارورکونکو د اتحاديې مشر ويلي دي: «له دغه يو ميليون کسانو له ډلې څخه ۴۰۰ زرو يې يو کار په لاس راوړی دی او يا هم په يوه روزنيزه دوره کې شامل شوی دی. زه په خپله دغه ډول چټک پرمختک حيران کړی یم.»
د هغه په خبره، ډيری ځوان مهاجر په دې توانيدلي دي چې په يوه کال کې آلمانۍ ژبه تر يوه حده ښه زده او د کار په روزنيزو دورو کې شامل شي. د دغو مهاجرو نژدې اکثريت برخه يې په هغو کارونو کې جذب شوي چې ټولنيزې بيمې هم په بر کې لري. د آلمان د کارورکونکو د اتحاديې مشر ټينګار کړی چې «د دغو مهاجرو ډيره برخه اوس د آلمان د اقتصاد بنسټ پر يوه ستنه بدل شوي دي.»
په آلمان کې ډیری متوسط شرکتونه د پرسونل له کمښت سره مخ دي. دوی تمه لري چې د مهاجرت نوی قانون به د دغې تشې په ډکولو کې مرسته وکړي. د آلمان د مهاجرت نوی قانون په دغه هيواد کې د بهرنيو مسلکي او متخصصو کسانو د منلو په اړه دی.
د آلمان د کار آژانس هم څو مياشتې مخکې دې ته ورته بيلانس خپور کړی وو. د دغه آژانس آمارو هم ښودلې، هغه کارونه چې ټولنيزې بيمې هم په بر کې لري او په هغو کې مهاجرو ګمارل شوي دي، شمير يې د يوه کال په دننه کې په چټکۍ سره پورته تللی او دا له هغه حده چې تمه يې کېده، پورته دی.
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: