د آلمان ېوې کښتۍ په یمن کې خپل ماموریت پای ته ورساوه
۱۴۰۳ اردیبهشت ۱, شنبهد آلمان دغه محافظتي کښتۍ د اسپيدیس په نوم د اروپايي اتحادیې د سمندري دفاع د ماموریت په چوکاټ کې د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې په سره بحېره کې په دنده ګمارل شوې وه تر څو د حوثي یاغیانو له بريدونو د تجارتي کښتیو محافظت وکړي.
سره بحيره له آسیا څخه اروپا ته د سوئز کانال له لارې مهمه وارداتي او صادراتي لار ده. حوثي یاغیان چې په سيمه کې د ایران متحد دي، پر دغې لار تلونکو کشتيو بریدونه کوي او غواړي چې دې سره ېې پر اسرائيل په غزې تړانګه کې د جګړې د پای له پاره فشار راوستلی وي.
د آلمان پوځ وايي چې دغه جنګې ډوله محافظتي کشتۍ ېې چې ۲۴۰ تنه عمله لري، خپل ماموریت بشپړ او د شنبې د سهار په ۵ بجو او ۵۵ دقېقو (ګرينويچ ۳:۵۰) ېې د ماموریتونو ساحه ترک کړه.
د آلمان دفاع وزارت ویلي دي چې د دوی کشتۍ ۲۷ سوداګريزې کشتۍ د عملیات له ساحې په امن سره اسکورت کړي دي.
یاد وزارت زياته کړې چې په څلورو مواردو کې د حوثیانو ډرونونه او توغندي په بریا سره شنډ کړل شوي دي. آلمانۍ کشتۍ په مجموعي توګه په دغه ماموریت کې څه باندې ۱۱زره کیلومتره ساحه تر پوښښ لاندې درلوده.
د دغې کشتۍ عملې په پر له پسې توګه د ياغیانو له خوا توغول شوي ډرونونه په نخښه کړي چې دا په خپل ډول کې د آلمان لومړنی سمندري ماموریت ګڼل شوی دی. دغې کشتۍ د روان کال د فبرورۍ په ۲۳مه وروسته له هغې ماموریت پیل کړ چې په سیمه کې پر سوداګريزو کشتیو بریدونه ډیر شول.
په سور سمندر کې د حملو ډېرېدل د دې سبب شول چې مهمو انتقالي شرکتونو د سرې بحېرې له مسيره چې د آسیا او اروپا تر منځ تر ټولو لنډه لار ده، خپل فعالیتونه متوقف کړي. بریتانیا تېره ورځ وويل چې د ایران او اسرائيل ترمنځ د اختلافاتو ډېرېدل به د سرې بحېرې پر امنيتي وضعیت هم اغیز ولري. په سیمه کې د بريتانيايي ځواکونو مرکز، تېره ورځ کښتیو ته خبرداری ورکړ چې دوی کیدای شي په آسمان کې د لا ډېر ډرونونه له لېدو سره مخ شي.
آ/م.ک.ص./ا.خ.ح.
له آرشيف څخه: