1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الماني وزیر د افغان محلي کارمندانو د راتګ بندیدو غوښتنه کړې

۱۴۰۲ اردیبهشت ۳, یکشنبه

د آلمان د زاکسن آيالت لومړي وزير ميشايل کرېچمر د آلمان له حکومته دغه هېواد ته د کډوالو د راتګ محدودېدل غوښتي دي. نوموړي په دې لړ کې له افغانستان څخه د پخوانو ځايي کارکوونکو يادونه هم کړې ده.

https://p.dw.com/p/4QSLy
Michael Kretschmer
انځور: Robert Michael/dpa-Zentralbild/dpa/picture alliance

د می په لسمه نېټه د آلمان له صدراعظم اولاف شولڅ سره يوې پلان شوې فدرالي او آيالتي غونډې ته په کتو سره کرېچمر د »بيلد ام زونتاګ« ورځپاڼې ته ويلي چې يوازې پيسې نه، بلکې د هغو کسانو شمېر هم بايد محدود کړل شي چې آلمان ته د پناه غوښتنې په موخه راځي. ياد لومړي وزير وويل چې »داوطلب د منلو پروګرامونه لکه له افغانستان او نورو هېوادونو څخه د ځايي کارکوونکو پروګرام بايد فوراً ودرول شي.« 

د آلمان حکومت تېر اکتوبر د ځايي کارکوونکو د منلو يو پروګرام پيل کړی و څو د طالبانو د واکمنۍ په نتيجه کې ګواښل شوو افغان مېرمنو او نارينو ته په آلمان کې د اقامت امکانات برابر شي.طالبانو له افغانستان څخه د آلمان د محلي همکارانو وتل ستونزمن کړي

دغه وړانديز په تېره د آلمان د پخوانیو ځايي کارکوونکو ته متوجه دی چې د طالبانو له خوا تر سقوط او د کابل تر تخليې وروسته يې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د حفاظت غوښتنه کړې وه. ټاکل شوې وه چې هره مياشت زرو کسانو ته په آلمان کې د منل کېدو امکان برابر شي. د آلمان حکومت په دې وروستيو کې ويلي دي چې په راتلونکو اوونيو کې به لومړنيو کسانو ته د اقامت ژمنې وشي.

د روان کال په لومړۍ ربع کې په آلمان کې د مهاجرو له خوا د پناه غوښتنليکونه د تېر کال په نسبت په څرګند ډول زيات شوي دي. د کډوالۍ او مهاجرينو د فدرالي ادارې په حواله د سږ کال جنورۍ تر مارچ مياشتو پورې ټول ټال ۸۷ زره ۷۷۷ تنو په دغه هېواد کې د پناه غوښتنه کړې ده. دغه شمېر د يادې ادارې په خبره د پروسږ کال په پرتله ۸۰ سلنه ډېروالی ښيي.