1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمانان کولی شي ۳۱ اروپایي هیوادونو ته بیرته سفرونه پیل کړي

۱۳۹۹ خرداد ۱۵, پنجشنبه

آلماني اتباع کولی شي د جون میاشتې له نیمایي څخه د احتیاطي تدابیرو په مراعاتولو د خپل دوبنیو رخصتیو د تیرولو په خاطر اروپایي هیوادو ته سفرونه وکړي. آلمان په مارچ میاشت کې د کرونا په دلیل پر توریستي سفرونو بندیز لګولی وو.

https://p.dw.com/p/3dFNs
Coronavirus - Saudi-Arabien
انځور: picture-alliance/dpa/Saudi Press Agency

د آلمان حکومت اراده لري چې په اروپا کې دننه سفري ممانعت لغوه کړي. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس اعلان وکړ چې د جون میاشتې له ۱۵ نیټې څخه به تر هغه ځایه چې د کرونا وبا د پراخیدو وضعیت اجازه ورکوي، ۳۱ اروپایي هیوادونو ته سفر کول آزاد شي.

ماس وویل چې دا تصمیم په مشکل سره نیول شوی دی او له هغو آلماني اتباعو څخه یي چې بهرنیو هیوادونو ته سفرونه کوي په ټینګار سره وغوښتل چې مقررات او د مسئولینو سپارښتنې عملي کړي، د بیلګې په توګه یو شمیر هیوادونو ته دې له سفر کولو څخه ډډه وکړي.

ماس زیاته کړه چې د بهرنیو چارو وزارت خپلو اتباعو ته هره ورځ د هغو هیوادونو په هکله چې دوی ورته سفرونه کوي دقیق او روښانه اطلاعات وړاندې کوي. د بهرنیو چارو وزارت سپارښتنې او لارښوونې کیدای شي د کرونا ویروس د خپریدو وضعیت په پام کې نیولو سره هره ورځ تغیر وکړي.

هغه هیوادونه چې مسافرت ورته بی له ممانعته اعلانیږي، عبارت دي له ۲۶ اروپایي هیوادونو څخه؛ سربیره پر دې بریتانیا (چې اوس له اروپایي اتحادیي څخه وتلې ده) او همدارنګه په «شینګن» شامل څلور هیوادونه چې د اروپایي اتحادیي غړي نه دي یعنې ایسلنډ، ناورې، سويس او لیختنشتاین ته د آلماني اتباعو سفر آزاد دی.

د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې اتباع باید په هرصورت کرونایي سپارښتنې او مقررات مراعات کړي، د بیلګې په توګه بریتانیا ته سفر کول دومره مناسب نه دی، ځکه په دې هیواد کې د قرنطين ۱۴ ورځني اجباري مقررات اوس هم اعتبار لري.

ماس یو وار بیا تکرار کړه چې سیلانیان دې په یاد ولري چې حکومت به په راتلونکي کې په هیڅ صورت د خپلو اتباعو د بیرته ستنولو په برخه کې اقدام ونه کړي، نو له همدې امله دې له خطري سفرونو څخه په جدي توګه ډډه وکړي.

د آلمان حکومت د کرونا بحران په نتیجه کې ۲۴۰ زره آلماني تورستان په ځانګړو پروازونو کې بیرته خپل هیواد ته انتقال کړل.

دویچه ویله: ش.ن/ ګ.پ