آلمانان څرنگه د هندوانو د هولي جشن لمانځي
د هولي جشن په آلمان کی ورځ په ورځ ډیرمېنه وال پیدا کوي. مهمه خبره داده چي سړی وخاندي، ونڅیږي او خوشالي وکړي. د هندوانو د یوه پخواني جشن څخه اوس لویه مېله جوړه سوې. په ۲۰۱۵م کال کی به په آلمان کی ۱۴ دغه ډول مېلې جوړي سي.
په هامبورگ کي له احساساتو ډکه مېله
د یکشنبې په شپه د لسو زرو په شاوخوا کي انسانانو په هامبورگ کي د هولي جشن ولمانځه. دوی په داسي حال کي یو پر بل باندي رنگونه اچول چي لوړ موزیک هم ورسره ملگری وو. د هولي جشن تکيټونه یوازي د انترنت له لاري تر لاسه کیدای سي، بیه یې دېرش یورو ده چي په هغه کي د رنگونو پنځه کڅوړي هم شاملي دي.
يو پربل د رنگونو پاشل
دغه مېله د ماسپښین له درو بجو څخه هر ساعت په لوړ آواز د یو، دوه، درې په ویلو سره یو پر بل باندي رنگونه پاشل پیل سول. دغه رنگونه له اوړو څخه جوړ سوي وه چي د دغي مېلې د تنظیم کوونکي په حواله د صحی لحاظه بدن ته کوم تاوان نه رسوي. په دغه مېله کي اکثره کسان سپین کالي اغوندي چي پر رنگونه ښه معلوم سي.
پر شیطانانو باندي بری
د هولي جشن اصلاً په هند کي لمانځل کیږي. په عنعنوي ډول دغه مېله په پسرلي کي په مارچ میاشت کي پيليږي. په دې وسیله هندوان نه یوازي د ژمي پای او د پسرلي راتگ لمانځي، بلکي په عنعنوي ډول پر شیطانانو باندي د بری په معنی هم دی. دغه جشن ته په هند کي د یوه مهم مذهبي جشن په توگه هم کتل کیږي.
د زغم له پاره د رنگونو جشن
د پسرلي دغه جشن یو ډېر پخوانی هندی دود دی، چي په هغه کي تل یو څو ورځي نڅاوي کیږي. ټوله خلک سړکونو ته راوزي او یو پر بل باندي رنگونه پاشي. په دې رنگونو سره ټوله یو ډول ښکاری، که هغه د ټولني له هر قشره وي. نو ددې مېلې هدف هم یووالی او زغم دی.
د میني او محبت جشن
په جرمني کی یو متل دی: هر څه چي درې وي نو نیکمرغي راولي. ددغه جشن دریم مفهوم مینه او محبت دی. د نکلونو له مخي د هندوانو خدای «کریشنا» له خپلي معشوقې «رادا» په لټه کي وو. له همدې کبله د هغه مور ورسره مرسته وکړه او د «رادا» مخ یې رنگ کړ چي کریشنا وکولای سي، هغه پیدا کړي.
ددغه جشن مبتکر
د دغه جشن دود اول وار یسپرهیلمن آلمان ته راانتقال کړ. په ۲۰۱۱م کال کي هغه هند ته د یوه سفر په ترڅ کي ولیدل چي په ډهلي کي خلک څرنگه د پسرلي دغه مېله لمانځي. دی په منځ کي ولاړ دی او د هغه پر شاوخوا ټوله خلک خاندي ، نڅیږي او یو پر بل باندي رنگونه اچوي. ده په هم هغه شپه د هولي د جشن په هکله پلټنه پیل کړه. هغه ته د نوموړي جشن دغه مفهوم ډیر مهم وو چي ټوله په دغه جشن کي یو ډول دي.
په برلین کي د هولي لومړی جشن
کله چي هيلمن له هنده راغبرگ سو، نو ددغه جشن د لمانځلو په اړه یې خپله مسوده جوړه کړه. ده تصمیم ونیو چي دغه جشن به په اول وار په برلین کي لمانځي. له همدې کبله یې په برلین کي د پوست په نامه د مترو ستیشن کرایه کړ چي د۳۵۰۰ کسانو له پاره یې ځای درلود. دا چي دغه جشن ته ډیر کسان ورغلل نو په ۲۰۱۲م کال کي ئې د هولي درې نور جشنونه هم جوړ سول.
د سيلفي د نسل له پاره یوه مېله
د ځوان نسل له پاره چي اکثره وخت په موبایلونو کي خپل عکسونه اخلي او بیا یې د انترنت له لاري خپروي، دغه ډول رنگه عکسونه ډیر مهم وي. په دې ډول د هیلمن له پاره ددغه جشن اقتصادي اړخ هم مهم دی. هغه هڅه کوي په دې وسیله ځوان نسل ددغه جشن لمانځلو ته وهڅوي. د هولي دوهم جشن په ۲۰۱۲م کال کي په درسدن کي ولمانځل سو.
د راک موسیقۍ کنسرت ته ورته مېله
هرې خواته رنگونه پاشل کیږي. د جرمني له فلینسبورگ څخه نیولې بیا تر فریدریش هافن پوري ټوله په رنگونو کي ډوب دي. ځوانان نڅیږي او ډیر خوشاله دي. په دغه انځور کي د اگست میاشتي پر اتمه نېټه په مونشن کي د دغه جشن لمانځل ښکاري. دغه ډول صحني د راک د یوې نوموتي ډلي یوه کنسرت ته ورته دي.