آلمانان خپل مړي څه ډول خاورو ته سپاري
هر انسان بلاخره يوه ورځ مري او هره ټولنه خاورو ته د مړو د سپارلو خپل خاص مراسم لري. خو آیا دغه مراسم تغيير هم کوي؟ په آلمان کې تر شل کاله مخکې پورې خلکو خپل۷۰ سلنه مړي خاورو ته سپارل، خو اوس په کې ډير توپير راغلی دی.
په ۲۰۱۷م کال آلمان کې ۹۳۲ زره او ۵۳۸ تنه مړه شوي دي. دغه هيواد کې له ۳۲ زرو څخه ډيرې هديرې او څه د پاسه ۳۲ ميليونه قبرونه شتون لري.
په ورستيو کلونو کې د هغو کسانو په شمير کې ډيروالی څرګند شوی چې غواړي تر مړينې وروسته يې جسدونه وسوځول شي. خو تر شل کاله مخکې پورې ۷۰ سلنه مړي خاورو ته سپارل کيدل.
هغه کسان چې غواړي جسدونه يې وسوځول شي ايرې يې په يوه ګلدان ته ورته لوښي کې اچول کيږي او بيا په يوه قبر کې ښخول کيږي. بریمن، د آلمان يوازينی ايالت دی چې په کال ۲۰۱۵م کې په قبرونو کې د مړو خښولو لزوم په کې لغو شو. بريمن کې کورنۍ کولای شی د خپلو مړو ايرې هر ځای ېې چې خپله خوښه وي وساتي او يا يې ښخې کړي.
د آلمان هديرې تر ډيره يوه شنه باغ يا ښايسته پارک ته ورته دي. ځينې کسان وصيت کوي چې ايره يې د هديرې د يوې ونې بيخ ته واچول شي.
داسې کسان هم شته چې مړي يې پرته له کومې نخښې خاورو ته سپارل شوي دي، يعنې په قبرونو يې نومونه نه ليکل کيږي. هغه مړې چې په ناپيژانده توګه خاورو ته سپارل شوي وي په قبرونو باندې يې د نوم تخته، ګل، شمعې او داسې نور شيان نه ليدل کيږي.
په آلمان کې د غير مذهبي افرادو له پاره هم جنازې يا خاورې ته د سپارلو مراسم شتون لري. د دغو کسانو په مراسمو کې د کليساوو استازي ګډون نه کوي او نه هم د کوم مذهب سمبول په کې کارول کيږي.
په ګلزن کرشن ښار کې د شالکه د فوټبال ټیم قبرونو انځور چې له هوا څخه اخيستل شوی دی. په دغې هديره کې يوازې د شالکه ټيم مينه وال خاورو ته سپارل کيږي تر څو يې ښودلي وي چې تر مرګه يې مينان ول.
د آلمان د ايسن ښار په هديره کې د دې امکانات هم برابر شوي دي چې انسان او د کورني حيوان مړی په يوه قبر کې ګډ ښخ کړل شي.
د آلمان په کسل ښار کې د مړو چارو اړوند موزيم. دغه موزيم د ۱۹۹۲م راهيسې وجود لري او پر دې موضوع چې په آلمان کې اوس او پخوا د مړو مراسم څنګه ترسره او څه تغيرات په کې رامنځ ته شوي دي، تمرکز کوي. په دغه انځور کې د جنازې ليږدونکې د ۱۸۸۰ کال يوه بګۍ او د ۱۹۷۸ کال يو زوړ ماډل موټر ليدل کيږي.
په آلمان کې له ۲۰۰۳م کال راهيسې د مړو او وير مراسمو د خدماتو رسمي کورسونه يا د زدکړې مرکزونه جوړ شوي دي. په دغو کورسونو کې روزنيزه دوره درې کاله ده. څه د پاسه ۵ زره شرکتونه د مړو په برخه کې خدمات وړاندې کوي.
د روزنيزو کوروسونو زده کونکي په دغې هديره کې خاورو ته د مړو د سپارلو مراسم او اړوندې نورې چارې په عملي توګه زده کوي.
د مړي کورنۍ د جنازې يا خاور ته د مړي د سپارلو مراسمو له پاره خپل دوستان او خپلوان نه يوازې په مطبوعاتو کې د اعلان له لارې بلکې د بلنلیک له لارې هم دعوتوي. د بلنې په دغو کارتونو باندې د مړو ځانګړی پوستي ټيکټ هم نښلول کيږي.
خاورو ته د مړي تر سپارلو وروسته، محدود شمير راغليو ميلمنو ته په يو رستورانت يا کافې کې دعوت ورکول کيږي. په رستورانت کې د نورو خوړو ترڅنګ د اشترویزل کوخن (Streuselkuchen) په نوم کيک موجود وي.