آسترالیا د کرزي څرگندوې رد کړي دي
۱۳۹۱ شهریور ۱۳, دوشنبهاعلان
آسترالیا نن په ښکاره توگه د ولسمشر حامدکرزي هغه څرگندونې رد کړي دي چې په نزدې وخت کې د آسترالیايي ځواکونو له خوا تر سره شوي شپني عملیات د ځایي مقاماتو د اجازې پرته سر ته رسیدلي دي. د ولسمشر کرزي د دفتر له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: «ولسمشر دغه عملیات غندي او دا د افغانستان او ناټو تر منځ د ځانگړي پوځي عملیاتو په سر د شوي تفاهم څخه سرغړونه ده.» خو د آسترالیا د دفاع وزیر سټیفن سمیت ویلي دي چې په اورزگان ولایت کې د تر سره شوو عملیاتو بشپړه اجازه اخیستل شوې وه او پکښې ۶۰ تنو آسترالیایي او ۸۰ تنو افغان سرتیرو برخو اخیستې وه. د هغه په وینا دغه عملیات د ټاکل شوې لایحې په چوکاټ کې تر سره شوي وو.