1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آستراليا نورو افغان ورزشکارانو ته هم پناه ورکړې

۱۴۰۱ مرداد ۲۶, چهارشنبه

آستراليا د افغانستان د اولمپيک بيرغ لېږېدونکې کيميا يوسفي، نورو ورزشکارانو او د هغوی کورنيو ته پناه ورکړې ده. دغو ورزشکارانو د طالبانو له خوا د واک د ترلاسه کولو وروسته افغانستان پرې ايښې وو.

https://p.dw.com/p/4FdJn
Olympische Sommerspiele 2020 | Eröffnungsfeier | Kimia Yousofi & Farzad Mansouri, Afghanistan
انځور: Matthias Hangst/Getty Images

رويترز خبري آژانس د آستراليا د اولمپيک کميتې په حواله رپوټ ورکړی دی چې يو شمير نور افغان ورزشکاران هم په آستراليا کې ځای پر ځای شوي دي.

د آستراليا د اولمپيک کميټې ويلي دي چې پنځه افغان کورنۍ چې «له اولمپيک سره تړاو» لري، په دې وروستيو مياشتو کې دغه هيواد ته رسېدلي دي. زياته شوې چې دغه کسان د ورزشکارانو خوندي ځایونو ته د انتقال پروسې په ترڅ کې په آستراليا کې ځای پر ځای شوي دي.

د آستراليا د اولمپيک کمټې ويلي دي چې په دې ورزشکارانو کې د افغانستان په استازيتوب په اولمپيک لوبو کې دوه وار ګډون کوونکې کيميا یوسفي هم شامله ده. هغه چې د ځغاستې ورزشکاره ده، تېر کال یې د ټوکيو په اولمپيک لوبو کې د افغانستان بيرغ ليږداوه. زیاته شوې چې په آسيايي لوبو کې د تکواندو په برخه کې مډال ګټونکی احمد عباس هم په دې ورزشکارانو کې شامل دی.

په ټوله کې د لوبغاړو د کورنيو ۳۱ کسان آسترليا ته رسېدلي دي – ځيني یې د جون په سر کې او نور زياتره یې په دې تېرو څو اوونيو کې.

د آستراليا د اولمپيک کمیټې مشر مېټ کارول په يوه اعلاميه کې ويلي دي: «د [ورزشکارانو] کورنيو په دې موده کې ډېر روحي فشار ګاللی او د بې یقينۍ له حالت سره مخ ول.»

نوموړي ويلي: «ډېرو یې له افغانستان څخه دباندې په نورو ځایونو کې انتظار ايستلی او اوس ډېره د خوښۍ خبره ده چې آستراليا ته رسېدلي دي. ټول ستړي خو خوښ دي.»

د آستراليا اولمپيک کميټې له خپل حکومته غوښتي ول چې څو افغانانو ته ويزې ورکړې او هغوی ته پروازونه برابر کړي. يادې کمېټې د افغان ورزشکارانو د استوګنې په موقتي ځایونو کې د هغوی مالي ملاتړ کاوه او د استوګنې مصارف یې ورکول.

د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډله یو ځل بیا د لوبو ډګر ته ستنه شوې

کيميا يوسفي د آسترليا له حکومت او اولمپيک کميټې څخه مننه وکړه او ویې ويل دا هيله لري چې په راتلونکي کال کې په پاريس کې جوړيدونکو اولمپیايي لوبو کې برخه واخلي: «دا زما له پاره يو سفر وو، خو زه ډېره خوښه يم چې دلته یم. زه دلته په اصل کې نوی ژوند پيلوم.»

آسترليا تر ۷۰ ډېر افغان ورزشکاران، د هغوی کورنۍ او د سپورت د برخې چارواکي يو کال دمخه د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو وروسته له افغانستان څخه راايستلي دي.

طالبانو د ښځو او نجونو سپورت له منځه وړی دی. نارينه کولای شي د سيمو او يا هېواد په کچه سپورتي مسابقو ته ادامه ورکړي خو ښځې د مقرراتو او تهديدونو د يوه ترکيب په پایله کې عملاً په کورونو کې بندې دي.

رپوټ: طالبان د ښځو ورزش منع کوي

احمد عباسي د يوې اعلامیې په ترڅ کې ويلي دي چې سپورت د هر انسان «طبيعي حق» دی. هغه زياته کړې: «متاسفانه اوس په افغانستان کې ورزش د جنسيت ليدلوري لري او نجونو ته د سپورت حق نه ورکول کيږي.»

هغه زياته کړې: «دا د افغانستان او نړۍ د سپورت له پاره يوه ستره ضايع ده.» 

ب. ص/ ن. ز (Reuters)