1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستآذربایجان

آذربایجان وايي ارمنستاني ځواکونو مو یو سرتيری وژلی

۱۴۰۱ مرداد ۱۲, چهارشنبه

آذربایجان وايي په ناګورنو قره باغ کې د چهارشنبې په ورځ ارمنستاني ځواکونو د دوی پر پوځ ډزې کړي یو عسکر وژل شوی دی.

https://p.dw.com/p/4F4hM
Bergkarabach Fotoreportage Soldat nahe der Frontlinie zu Aserbaidschan
د آرشیف انځورانځور: picture-alliance/NurPhoto/C. Arce

د آذربایجان د دفاع وزارت وويل چې ارمنستاني ځواکونو په لاچین ولسوالۍ کې د دوی د پوځ موقعیتونه په نښه کړي چې په نتیجه کې ېې یو آزربایجاني سرتیری وژل شوی دی. د لاچین ولسوالۍ د روسېې سوله ساتو ځواکونو تر نظارت لاندې ده.

ارمنستان او آذربایجان د ناګورنو قره باغ سېمي پر سر تر اوسه دوه ځله په ۱۹۹۰ او ۲۰۲۰م کلونو کې په خپلو کې جنګونه کړي دي.

د ۲۰۲۰م کال په شپږ هفته يي جګړه کې له ۶۵۰۰ ډير کسان ووژل شول چې بیا ېې تر منځ د روسېې په منځګړیتوب اوربند رامنځ ته شو. اوس په سیمه کې د روسېې شاوخوا ۲۰۰۰ سوله ساتونکي ځواکونه میشت دي.