WEBVTT 1 00:00:01.200 --> 00:00:04.033 دغه خواږه او سره، ژیړ امونه ولې دومره خاص دي؟ 2 00:00:04.761 --> 00:00:11.328 د دغو امونو یو کیلو په نږدې ۴ لکه روپۍ خرڅیږي دغه امونه د جاپان په میازاکي ټاپو کې کرل کیږي 3 00:00:11.624 --> 00:00:15.790 چې شپږ کاله مخکې د کراچۍ په یوه فارم کې په ازمایښتي ډول کرل شوي وو 4 00:00:18.619 --> 00:00:21.852 محمد فهیم په دې فارم کې د دغو څلورو ونو ساتنه کوي. 5 00:00:27.648 --> 00:00:32.948 د دغو امونو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې که تاسې غواړئ دا نهال کړئ، نو یوازې قلم یې کښينول کیږي، 6 00:00:33.704 --> 00:00:39.732 زړی یې وده نه کوي. دویمه خبره دا ده چې دې ته مونږ په هرو دوو میاشتو کې یو ځل طبیعي یا عضوي سره ورکوو. 7 00:00:40.262 --> 00:00:45.756 په مجموع کې خوږې اوبه ورکول کیږي. د ټولو ونو له پاره د نل خوږې اوبه کارول کیږي. 8 00:00:46.686 --> 00:00:51.385 په نړیوال بازار کې د دې آمونو د یوه کیلو بیه له ۸۰۰ څخه تر ۹۰۰ ډالره 9 00:00:51.652 --> 00:00:55.352 پورې رسییږي چې ۳ تر ۴ لکه پاکستاني روپۍ کیږي. 10 00:00:58.043 --> 00:01:02.609 د میازاکي امونو خوند او ذایقه په پاکستان کې د نورو امونو په پرتله خوندوره ده. 11 00:01:03.072 --> 00:01:08.904 د دې ونې یوه ځانګړنه دا ده چې د ګرمۍ موسم له پیلیدو سره سم یې د میوې نیولو لړۍ پيلیږي. 12 00:01:11.429 --> 00:01:16.156 په مجموع کې مونږ څلور داسې ونې لرو چې دوه یې ۶ کلنې او دوه نور یې ۳ کلنې دي. 13 00:01:16.552 --> 00:01:21.418 دری کلنې ونې لا په میوې نه دي راغلي او هغه چې شپږ کلن دي سږ کال یې مونږ 14 00:01:21.619 --> 00:01:24.452 ته له ۶۰۰ تر ۷۰۰ کیلو پورې حاصل راکړی دی. 15 00:01:24.643 --> 00:01:28.941 دلته یې تجربه کامیابه شوې ده او اوس زمونږ مالکان غواړي چې دا تجارتي کړي. 16 00:01:29.271 --> 00:01:36.337 له ۵۰ تر ۱۰۰ پورې ونې یې وکري او یو باغ ترې جوړ کړي. دا ټول صادریږي او په پاکستان کې څوک خریدار نه لري 17 00:01:36.933 --> 00:01:41.295 ځکه دا ډير ګران دي او په راتلونکي کې یې د تجارتي کولو اراده لرو. 18 00:01:44.624 --> 00:01:47.957 د میازاکي امونو ونې ډیرې پاملرنې ته ضرورت لري. 19 00:01:48.386 --> 00:01:52.952 تیز لمر او مناسبه هوا د میازاکي امونو د حاصل په برخه کې مهم رول لري. 20 00:01:53.815 --> 00:01:58.848 په جامعه کراچي، کې د خوړو سائنس او ټکنالوژۍ څانګې مرستیال پروفیسر ډاکټر سید محمد غفران 21 00:01:59.210 --> 00:02:02.743 وایي چې په پاکسان کې یوازې د امونو د حاصل په ښه کولو سره د 22 00:02:02.943 --> 00:02:05.576 هیواد په اقتصاد کې مثبت نقش لوبول کیدلی شي. 23 00:02:08.800 --> 00:02:12.866 مونږ د پاکستان له پاره د عاید یوه کچه لرو چې ۱۰۰ میلیونه امریکایي ډالره ده، 24 00:02:13.062 --> 00:02:18.590 خو هغه څه چې مونږ یې ترلاسه کوو ۲۰ یا ۳۰ میلیونه او حد اکثر ۵۰ میلیونه کیږي. 25 00:02:19.052 --> 00:02:22.219 د پاکستان اقتصاد تر دې ډيرنه غوړیږي. 26 00:02:22.614 --> 00:02:27.814 د امونو د صاداراتو له کبله زمونږ د امونو مجموعي تولید ۱،۸ میلیونه ټنه دی 27 00:02:28.076 --> 00:02:33.076 چې په هغې کې یوازې ۱۲۵۰۰۰ زره ټنه یې مونږ ډیر په مشکله صادرولی شو، 28 00:02:33.376 --> 00:02:37.175 چې دا د امونو د مجموعي تولید ۵ تر ۷ سلنه هم نه کیږي. 29 00:02:37.467 --> 00:02:41.600 نو که مونږ غواړو د پاکستان د امونو صادرات بهتره کړو، نو باید د کرنې له 30 00:02:41.996 --> 00:02:47.695 ښو میتودونو څخه کار واخلو او دویمه مهمه خبره دا ده چې د امونو د ضایعاتو مخنیوی ډیر مهم دی. 31 00:02:52.957 --> 00:02:57.356 پاکستان د اقلیم له پلوه د کرنۍ له پاره ډیر مناسب چاپيریال او څلور فصله لري 32 00:02:57.752 --> 00:03:01.347 چې د امونو ترڅنګ د نورو میوو له پاره هم ډیر مناسب دی. 33 00:03:02.876 --> 00:03:06.609 که د دغو جاپاني امونو باغدارۍ ته وده ورکړای شي، نو دا به په نړیوال بازار 34 00:03:06.971 --> 00:03:10.971 کې د پاکستان د اقتصاد بهترولو په برخه کې یو مهم ګام وي.