1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

پوتين د روسیې او چين کلتوري او اقتصادي اړيکې ستايلي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۸, جمعه

چين ته د روسیې د ولسمشر ولاديمير پوتين، د سفر په دويمه ورځ نوموړي د چين په شمال ختیځ هاربين ښار کې په يوه سوداګريز نندارتون کې ګډون وکړ او دواړو هېوادونو مخ پر وده اقتصادي اړيکو باندې یې ټینګار وکړ.

https://p.dw.com/p/4fzsW
Wladimir Putin und Xi Jingping
انځور: Vyacheslav Prokofyev/ITAR-TASS/IMAGO

ولاديمیر پوتين، د جمعې په ورځ د چين او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو تجارتي اړیکو وده وستايله او د دواړو زبرځواکونو ترمنځ یې پر کلتوري تبادلې باندې ټینګار وکړ.

نوموړي د چين د خپل سفر په دويمه ورځ په شمال ختیځ ښار هاربين کې په يوه سوداګریزه میله کې د ګډون پر وخت دواړو هېوادونو ترمنځ تاريخي کلتوري اړيکې وستايلې او د لا ډېر اقتصادي مشراکت غږ یې وکړ، په ځانګړي توګه د نويو تکنالوژيو په برخه کې.

پوتين وويل: «د دوستۍ او همکارۍ د دودونو پر اساس موږ په ډاډه زړه راتلونکي ته نظر اچولی شو.» هغه وويل: «روسي –  چينايي مشراکت د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې او د انرژۍ په تامين کې مرسته کولی شي او همدا راز د نويو توليداتو او نويو کاري فرصتونو د رامځته کولو په برخه کې کومک کولی شي.

پوتين «کوچنۍ مسکو» ته هم ورغی

هاربين د چين د هايلونګجيانګ ایالت پلازمينه ده. دا ښار چې د روسیې پولې ته څېرمه پروت دی، د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري او اقتصادي تبادلې تاريخي مرکز وو. د دې ښار په مهندسې کې هغه نخښې چې له کبله یې ځيني دا ښار «کوچنۍ مسکو» بولې، اوس هم ليدل کيږي لکه د سانت صوفيا مرکزي کليسا چې د روسیې پخوانۍ ارتودوکس کليسا وه.

چين ته د پوتین سفر؛ د چین-روسيې د څو کلونو اړېکو څومره وده کړې؟

پوتین، د جمعې ورځې خپل سفر چې شي جين پينګ، ورسره مل نه وو، د شوروي د يوه عسکر پر يادګار د ګلانو په ايښوولو سره پېل کړ چې د دويمې نړيوالې جګړې په درشل کې د چين او جاپان د دويمې جګړې په جريان کې د چين په ملاتړ د جنګيدو پر مهال وژل شوی.

په مېله کې تر ګډون وروسته په نظر کې وه چې پوتين، به د هاربين د تکنالوژۍ د انستيتويت له محصلینو سره هم وګوري.

پوتين او شي د پنجشنبې په ورځ پر کومو موضوعاتو خبرې وکړې؟

پر اوکراين باندې د روسیې د ۲۰۲۲م کال د فيبرورۍ میاشتې له يرغل او د يرغل په نتیجه کې د لوېدیځ له بندیزونو راهېسې روسيه مخ پر زياتيدونکي توګه د خپل اقتصادي فعاليت له پاره پر چين تکیه کوي. د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت تېر کال ۲۴۰ ميليارډ ډالرو ته لوړ شوی دی. په بدل کې یې روسیه چین ته طبيعي خام مواد لکه تېل او ګاز په ډېره ارزانه بيه ورکوي.

پوتين، د خپل سفر په لومړۍ ورځ يعني د پنجشنبې په ورځ د چين له ولسمشر شي جين پينګ، سره په پيکنګ کې د نوموړي په استوګنځای کې ليده کاته وکړل.

د چين د دولتي خبري آژانس شينهوا په حواله پوتين، له شي، څخه د اوکراين د «سولې د پلان» له امله مننه وکړه. هغه يو وړانديز چې لویدیځو مشرانو تېرکال له دې کبله رد کړی وو چې پکې د اوکراين د هغو سیمو څخه چې روسیې نيولي دي، د روسیې عسکرو د انخلا خبره نه وه شوې. پوتين، همدا راز د شخړې د يوه سياسي حل د موندلو له پاره هلو ځلو کې د پینکنګ د «رغنده دوامداره نقش» ستاينه وکړه.

تر دې دمخه پوتین، او شي، يو مفصله اعلاميه لاسليک کړه چې په هغه کې د هغه څه پر ضد چې دوی یې د امريکا په مشرۍ نړيوال نظم بولي، د دواړو هېوادونو پر مخالفت ټينګار شوی وو او په يو شمير برخو کې د ژورې همکارۍ ژمنه پکې شوې وه.

شي وويل: «د چين –  روسيې اړيکي تر سختې مبارزې وروسته رامنځته شوي او دواړه غاړې یې بايد قدر او پالنه وکړي.»

د چين د ملي نشراتي ادارې سي سي ټي وي له خوا په نشر شويو انځورونو کې ليدل کیږي چې دواړو مشرانو د مشاورينو او چارواکو د چکچکو په بدرګه کې له يوه بل سره ډېر ګرم روغبړ کړی. دا عکسونه او ويډيوګانې د چين په ټولنیزو رسنيو کې ډېرې لاس پر لاس کيږي.

ب. ص/ ن. ز (AFP, Reuters)