1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په عراق کې د امریکایي ځواکونو د شتون دفاع

۱۴۰۱ دی ۲۶, دوشنبه

د عراق لومړي وزیر ويلي دي چې د امریکایي او نورو بهرنیو پوځيانو شتون یې د هېواد له پاره اړین دی. هغه په یوه مرکه کې ویلي دي چې دا د عراق له پاره نا ممکنه نه ده، چې په عینې وحت کې له له ایران او امریکا سره ښې اړیکې ولري.

https://p.dw.com/p/4ME4X
Mohammed Shia' al-Sudani
انځور: Iraqi Parliament Media Office/AP/picture alliance

د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوداني، په هېواد کې د امریکایي ځواکونو د شتون دفاع وکړه.

اړوند مطلب:د عراق پارلمان د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه

السوداني له "وال سټریټ ژورنال" سره په خبرو کې چې د یکشنبې په ورځ د (جنورۍ پر ۱۵)  نشر شوي حاضر نه شو، د امریکایي ځواکونو د وتلو له پاره د مهالویش له ټاکلو څخه ډډه وکړه.

هغه د امریکایي او ناټو ځواکونو ته په اشارې سره ويلي دي چې هغوی په جنګي عملیاتو کې برخه نه اخلي او یوازې یې دنده د دوی ځواکونو روزنه ده او زیاتوي چې، عراقي ځواکونه د (داعش) سره د مقابلې له پاره لا هم د بهرنیو ځواکونو همکارۍ ته اړتیا لري.

اړوند مطلب: د عراق د حکومت جوړولو بحران ادامه لري

د عراق لومړي وزیر زیاته کړه: «د داعش له منځه وړل به ډېر وخت ونیسي.»

السوداني چې د تېر کال په اکتوبر میاشت کې یې د عراق د لومړي وزیر په توګه دنده پیل کړه، "وال ستریت ژورنال" ته وویل، په پام کې ده چې راتلونکي میاشت یو لوړپوړی پلاوی واشنګټن ته ولیږي، تر څو له امریکایي مقاماتو سره د نظر تبادله وکړي.

السوداني ټينګار کړی دی، دا چې عراق په یوه وخت له ایران او امریکا سره ښې اړیکې ولري نا ممکنه نه ده.