1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر خوست د پاکستان د هوایي برید پر ضد بنو کې پرلت

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ فروردین ۳۰, سه‌شنبه

په بنو کې پر خوست باندي د پاکستان د هوايي بريد پرضد پرلت روان دی. د دغه پرلت مشرانو په پاکستان سختي نيوکي کړي دي. دوی ويلي چي وزيرستانیان بايد يو شي او خپل غږ پورته کړي.

https://p.dw.com/p/4A6iK
Afghanistan Khost | Protest gegen pakistanische Luftangriffe
آرشیف انځور: په خوست کې د پاکستان د هوایي برید پر ضد د خلکو لاریونانځور: AFP

څو ورځې وړاندي د پاکستان جیټ الوتکو د افغانستان د خوست ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې هغه څلور کلي بمبار کړل چې وزیرستاني کډوال پکې اوسیږي. په دې برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۷ کسان ووژل شول او ۲۵ ټپیان شول.

د دې پېښې په غبرګون کې په خوست، نیمروز او کندهار ولایتونو کې پر لاریونونو سربېره د پاکستان په مختلفو ښارونو کې احتجاجونه وشول او دا برید یې وغانده.

تېره شپه د خیبر پښتونخوا په بنو کې د مداخېل قبیلې له نورو قبیلو سره احتجاجي پرلت پیل کړ او په خوست کې د وژل شویو وزیرستانیانو د وژنې د غندنې ترڅنګ يې د هغوی له پاره د عدالت غوښتنه وکړه.

د پرلت ګډونوال وایي، دوی د خپلو خلکو بې ګناه وژنې په اړه چپ نشې پاتيدای، خپل غږ به تر نړیوالو رسوي او د پاکستان حکومت باید د دې پېښې عاملین عدالت ته راکش کړي.

د مداخېل قومي مشر ملک مسعید وویل، په خوست کې پر ملکي خلکو بمبارد او د ښځو او ماشومانو وژل د نړۍ په هیڅ اصولو کې جواز نه لري. نوموړی وایي، په ۲۰۱۴م کال کې د ضرب عضب په نوم عملیاتو په نوم وځپل شول او خپلو سیمو پریښودو ته مجبور شول، خو د پاکستان پوځ یې د کډوالۍ په ژوند کې هم ارام نه پریږدي.

مسعید وایي: «په نړۍ کې به ډېر ظلمونه شوي وي، خو دا رقم ظلم به چې زموږ له قوم سره وشو، په تاریخ کې نه وي شوی. فرغون چې د خدای دعوه یې کړې وه، دومره ظلم یې نه دی کړی، لکه د پاکستان حکومت چې پر موږ کوم ظلم وکړو، په روژه کې یې سپین ږیرې، ښځې او ماشومان په وینو ولړل.»

نوموړی وایي، د پاکستان پوځ دوی په بېلابېلو نومونو ووژل او و ځپل: «په تېرو کلونو کې یې زموږ جوماتونه شهیدان کړل، زموږ مدرسې یې شهیدې کړې، زموږ یې کورونه ړنګ کړل، زموږ یې بازارونه ړنګ کړل، افغانستان ته ترې واوښتو، خو هلته یې هم طیارې راپسې راوستې بمبار يې کړو.«

يوه بل قومي مشر ملک اصیل میر وویل چې دوی پر خوست برید غندي او د عدالت له پاره یې احتجاج پیل کړی. هغه وایي: «موږ د دې له پاره راټول شوي یوو، چې زموږ سره ظلم کیږي، ضرب عضب عملیات چې يې شروع کړل موږ ته یې زر غضبونه پیدا کړل. موږ دلته د انصاف له پاره راټول شوې یوو، خو پوهیږو چې نور انصاف راسره نه کیږي اوس مجبوریږو چې میدان ته راووځو. که ټانګونه راباندې خیژوي او یا موږ په مرمیو ولي، موږ نه پر شا کیږي، موږ تر هغې خپل احتجاج کوو چې انصاف نه وي راکړل شوی. موږ په خپله سیمه کې امن غواړو.»

د مداخېل قبیلې په دې پرلت کې ویناوالو د وزیرستان د قومونو پر یووالي ټينګار وکړ او ويې ويل چې باید په یوه خوله راپورته شي، د خپلو مظلمو ماشومانو، سپین ږیرو او ښځو د وژنې دفاع وکړي.

قومي مشر ډاکټر ګل عالم وزیر بيا په تونده لهجه مشران د خپل قوم ننګ ته راوبلل او ويې ويل: »په وزیرستان کې زموږ په وژنو او ځورونو او بې عزتۍ ستړې نه شول، نن یې په کډوالۍ کې پر خلکو برید وکړ چې نه له طالب سره وو، نه ښه کې وو او نه بد کې. که نن غیرت ونه کړو، په والله که مو خپلې تورسري هم وبخښي، له ځانه زمري جوړ کړی او راووځئ، که یو موټی نه شو دا بلا به موږ او تاسې ټول وخوري. که زما په وژلو کیږي او دا ظلم ختمیږي زه مې ځان ورته بخښم، خو هغوی مو نه پریږدي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ چې له تېرو څو ورځو راهیسې يې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د خوست پېښې په غبرګون کې احتجاجونه کړې دي، د عدالت غوښتنې له پاره د دې پرلت ملاتړ کړی دی.

د دغه غورځنګ مشر منظور پښتین په خوست کې پر وزیرستاني کډوالو د پاکستان پوځ د الوتکو بمبار او د ښځو او ماشومان په ګډون د ملکي خلکو وژل یو جنګي جنایت بللی دی.

په خوست کې پر وزیرستاني کډوالو برید او د ملکي خلکو وژل نړیوالو بنسټونو هم غندلی او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر ویلي دي چې د دې بريد څېړنه به له نږدې وکړي.

زموږ له آرشیف څخه: