1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهپاکستان

پاکستاني طالبانو له حکومت سره د اوربند ماتولو اعلان کړی

۱۴۰۱ آذر ۷, دوشنبه

پاکستاني طالبانو د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې له حکومت سره یې د جون مياشتې د اوربند تړون لغوه کړی دی او خپلو جنګيالو ته یې په ټول هېواد کې د بريدونو د ترسره کولو امر کړی دی.

https://p.dw.com/p/4KC2S
Pakistanische Taliban-Kämpfer
انځور: picture-alliance/dpa

تحریک طالبان پاکستان (TTP) ډلې د افغانستان له طالبانو څخه جلا، خو د ورته اسلامي ایډیالوژۍ درلودونکې یوه ډله ده. دغه ډله په ۲۰۰۷م کال کې د خپل تاسیس راهیسې له تاوتریخوالي ډکو لسګونو بریدونو او د ټول پاکستان په کچه د سلګونو کسانو د وژل کیدو مسئوله ده.

د دغې ډلې له خوا د دوشنبې په ورخ (د ۲۰۲۲م کال د نومبر ۲۸مه نیټه) خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي «لکه څرنګه چې په مختلفو ځایونو کې د مجاهدینو پر وړاندې پوځي عملیات ادامه لري.... له همدې امله تاسې ته پکار دي په هر ځای کې چې کولی شئ د ټول هیواد په کچه بریدونه ترسره کړئ».

تحریک طالبان پاکستان د یوې مودې له پاره د دغه هیواد د قبایلي سیمو یوه پراخه برخه تر خپل کنترول لاندې راوستلې وه او هلته یې شريعي قوانين پلي کول.

د دې ډلې جنګیالي عمدتاً له ۲۰۱۰م کال راهیسې له پاکستان څخه افغانستان ته ځغلول شوي دي، خو په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره دغه ډله بیا په اصطلاح هڅول شوې یا زړه وره شوې ده.

TTP په جون میاشت کې د پاکستان له حکومت سره پر اوربند موافقې ته رسیدلی وه، خو دواړو خوا په وار وار یو پر بل د اوربند د ماتولو تورونه لګولي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص