1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

مکرون په غزه کې د دوامداره اوربند غوښتونکی شو

۱۴۰۲ دی ۷, پنجشنبه

مکرون له نتانیاهو سره په تيلیفوني اړیکه کې په غزه کې د یوه «تلپاتې اوربند» پر رامنځته کولو ټينګار وکړ. په برلېن کې د اسرائیل سفیر په جرمني کې د ترهګریز برید د خطر په اړ خبرداری ورکړ.

https://p.dw.com/p/4aerp
Israel, Jerusalem | Frankreichs Präsident Macron und Israels Primierminister Benjamin Netanyahu
انځور: Christophe Ena/Pool/Reuters

د فرانسې د جمهوري ریاست د اعلان له مخې د دې هېواد ولسمشر امانوئل مکرون د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره په تيليفوني اړیکه کې په غزه کې «د دایمي اوربند» پر اړتیا ټینګار وکړ.

په دې تړاو د چهارشنبې په ورځ د «دسمبر ۲۷» د مکرون دفتر څخه یوه اعلامیه خپره شوه، چې همدا راز پکې راغلي دي، چې دغه پایداره اوربند باید «د ټولو سیمه ایزو او نړیوالو همکارانو په مرسته» ترسره شي.

په دې اعلامیه کې دغه راز دا هم ویل شوې دي چې فرانسه به په راتلونکو ورځو کې په غزې تړانګه کې د بشري مرستو په عملیاتوکې له اردن سره همکاري وکړي.

د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو او د غزې اوسیدونکو ته د بشردوستانه مرستو لیږلو له پاره د «دایمي او دوامداره اوربند» یا «په جنګ کې د لنډمهاله وقفې» د رامنځته کولو له پاره هڅې دوام لري.

ټاکل شوې ده، چې راتلونکې اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر آنتوني بلینکن يووار بيا منځني ختیځ ته ولاړ شي، تر څو د اسرائیل، اردن، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او قطر له مقاماتو سره ملاقاتونه او خبرې وکړي.

په جرمني کې د حماس ترهګرو د برید د خطر په اړه د اسرائیل سفیر خبرداری

په برلین کې د اسرائیل سفیر رون پروسور، د آلمان د رسنیو له «فونګه میډیا» سره په مرکه کې په آلمان کې د حماس تروریستي ډلې د بریدونو په هکله خبرداری ورکړی دی او ویلي یې دي چې «آلمان باید هوښیار پاته شي، نړیوال تروریزم په پرله پسې ډول د خپلو وسلو ځواک پیاوړې کوي.»

په المان کې د اسرائیل سفیر رون پروسور
په المان کې د اسرائیل سفیر رون پروسورانځور: DW

هغه دغه راز نیوکه وکړه، چې په آلمان کې د حماس او «سامیدون» (د فلسطیني بندیانو د ملاتړ نړیواله شبکه) پر فعالیتونو بندیز لګول یو سم ګام دی، خو يوازي دا کافي نه دی.

په جرمني کې د اسرئیل سفیر په خپله مرکه کې ټینګار وکړ، چې مالي جریانونه باید ښه نظارت شي، او باید اجازه ور نه کړل شي، چې«حتی د آلمان د مالیاتو یو سینټ د حماس د تونلونو، وسلو یا ترهګرۍ په جوړولو کې وکارول شي.»