1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فيسبوک غواړي تويتر ته يو بديل آپ رامنځ ته کړي

۱۴۰۱ اسفند ۲۱, یکشنبه

د فيسبوک شرکت مېټا په دې باندې غور کوي چې تويتر ته يو بديل آپ ولري. دغه خبره د مېټا يوه وياند د شنبې په ورځ وکړه او زیاته یې کړه چې پر خپلواکې غیر متمرکزې انترنتي شبکې باندې کار روان دی.

https://p.dw.com/p/4OZDs
DEUTSCHKURSE | Deine-Band-social-media
انځور: Adobe Stock

د فيسبوک انترنتي شرکت يوه وياند ويلي دي چې «موږ د متن د آپ ډېټ يا تل تازه کولو په يوې خپلواکې غيرمتمرکزې آنلاين شبکې باندې غور کوو.»

په دې سره د رسنيو ځينې رپوټونه هم تائيد شول چې دغه ادعا يې لا پخوا کړې وه. دا هم ويل شوي چې د داسې يوه آنلاين ځای له پاره ښه چانسونه ليدل کيږي چې د نورو ترڅنګ مشهور کسان په کې «د خپلو علايقو په هکله تل تازه کېدونکي معلومات شريکولی شي.»

د وړو شبکو څخه متشکل د يوه نامتمرکز خدمت په توګه د مېټا شرکت دغه نوی وړانديز ښايي د تويتر موجوده بديل ماستودون ته ورته بڼه ولري. هندۍ ويبپاڼه »ماني کنټرول« چې د جمعې په ورځ يې لومړی د يادې پروژې په هکله رپوټ خپور کړی و، دا هم ليکي چې د ميټا نوی آپ یا پروګرام ښايي له ماستودون او نورو خدماتو سره عيارېدونکی شکل هم ولري.

د فيسبوک انترنتي شرکت يوه وياند ويلي دي چې «موږ د متن د آپ ډېټ يا تل تازه کولو په يوې خپلواکې غيرمتمرکزې آنلاين شبکې باندې غور کوو.»
د فيسبوک انترنتي شرکت يوه وياند ويلي دي چې «موږ د متن د آپ ډېټ يا تل تازه کولو په يوې خپلواکې غيرمتمرکزې آنلاين شبکې باندې غور کوو.»انځور: JOSH EDELSON/AFP/Getty Images

د تويتر يو بنسټګر او پخوانی مشر، جېک دورسي هم د بلوُسکای په نوم په يوه غيرمتمرکز آپ باندې کار کوي چې ځينو ټاکلو خصوصي کاروونکو هغه ازمايلی هم دی. مېټا چې په خپلو آنلاين آپونو کې په مليارډونو کاروونکي لري، ښايي د تويتر بديل جوړولو له پاره د نورو په نسبت ښه امکانات ولري.

تويتر وروسته له دې چې په ۴۴ مليارډه ډالرو د ايلون ماسک له خوا وپېرل شو، اوس له يوې څپڅپانده دورې سره مخامخ شوی دی. مليارډر ماسک له اشتهاراتو څخه د عايدونو له کمېدو څخه سر ټکولی دی او د ۷۰۰۰ کارکوونکو له جملې څخه يې نيمه برخه له دندو ګوښه کړي دی.

ماسک همداراز ناندرئيزو څېرو او کاروونکو لکه دنالد ترمپ او د هغه نورو ملګرو ته اجازه ورکړې ده چې د تويتر پلېټ فارم ته بېرته ورستانه شي. په تېرو اوونيو کې په دغه پلېټ فارم کې ډېر اختلالات هم وليدل شول چې د رسنيو د راپورونو په حواله د کاري ځواک کمېدو څخه سرچينه اخلي.