1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

روسيې منلې چې اوکراین ېې یوه جنګۍ بېړۍ وېشتلې

۱۴۰۲ دی ۵, سه‌شنبه

کرېملین د سه شنبې په ورځ ومنله چې اوکراین ېې د کريميا نيمه ټاپو په فئودوسيا بندر کې یوه جنګۍ بېړۍ وېشتلې ده. اوکراین او غربي متحدینو ېې دغه حمله د روسيې سمندري ځواکونو له پاره یوه ستره ناکامي توصیف کړې ده.

https://p.dw.com/p/4aalB
د روسيې د جنګي وسایطو انتقالونکې نووچرکاسک کښتۍ
د روسيې د جنګي وسایطو انتقالونکې نووچرکاسک کښتۍانځور: Ulf Mauder/dpa/picture alliance

د فرانسې خبري آژانس پر اساس، اوکراین ويلي دي چې هوايي ځواکونو ېې د روسيې نووچرکاسک کښتۍ له منځه وړې ده. د اوکراين ولسمشر ولوديمیر زيلنسکي بیا په ټولنیزې رسنۍ کې د ملنډې په وهلو ويلي چې دغه کښتۍ اوس «په توره بحیره کې د روسي اوبټل سره» یو ځای شوې ده. هغه دغه راز لیکلي: «اشغالګران به په اوکراین کې يو امن ځای هم و نه لري.»

د کريملین ویاند، ديمتري پسکوف، خبریالانو ته وويل چې دفاع وزير سيرګي شيوګو، ولسمشر ولاديمیر پوتین ته «په یو ډېر دقيق رپوټ کې زموږ د يوې سترې کښتۍ له زیانمنېدو څخه» خبر ورکړی دی.

د ۲۰۲۲م کال په اکتوبر میاشت کې د کریميا پر بله بريد
د ۲۰۲۲م کال په اکتوبر میاشت کې د کریميا پر بله بريدانځور: AFP

د اوکراين پوځ مخکې ويلي ول چې هوايي ځواکونو ېې د کریميا په شرقي بندر کې د روسيې یوه جنګي بيړۍ په توغندي ويشتلې ده. د اوکراین دفاع وزارت په دې هکله پر اکس شبکې ليکي دي چې «د جنګي وسایطو انتقالونکې نووچرکاسک کښتۍ نن شپه په فئودوسيا بندر کې له منځه وړل شوه.»

دغه وزارت یو انځور چې دغې پېښې پېښه ته نسبت نه دی ورکړل شوی هم خپور کړی چې په یوه بندر کې شپه مهال لمبې او لوګی ښيي.

د اوکراين دفاع وزارت ليکلي دي: «د اوکراین هوانوردۍ یو عالي دنده ترسره کړه. کریمیا اوکراین دی. دلته د اشغالګرو جنګي بيړیو ته ځای نشته.»

د اوکراین هوايي ځواکونو ويلي دي چې د نووچرکاسک کښتۍ ېې په کروز توغندي د ګرينويچ پر وخت شپې ۰۰:۳۰ بجو په فئودوسيا بندر کې وېشتلې ده. پر ټولنیزو رسنيو هم داسې ويډيوګانې خپرې شوي چې په یوه بندر ساحه کې بل شوی اور ښيي او په تعقیب ېې یوه درنه چاودنه کيږي. د اوکراين پوځ ويلي دي چې په ويشتل شوې کښتۍ شاهد ډرون الوتکې بار وې چې روسيه ورڅخه د اوکرايني ښارونو او زیربنايي تاسیساتو په ويشتلو کې کار اخلي.

 (AFP)mks/nz

له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل