1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نژدې درې زره ایزدي ښځو او ماشومانو نامعلوم برخليک

۱۳۹۸ دی ۱, یکشنبه

د داعش تر پوځې ماتې دوه کاله وروسته، لا هم ډير شمير ايزدي ښځې او ماشومان په عراق او سوريه کې د دغې ډلې په بند کې دي. له دغې ډله څخه يو شمير يې مختلفو هيوادونو لکه ترکيې، سعودي عربستان او پاکستان ته ليږدول شوي دي.

https://p.dw.com/p/3VE57
Irak Jesiden
د داعشيانو له بنده تښتيدلې يزدې ښځې چې وايي د جنسي غلامونو په توګه ورڅخه استفاده کیدهانځور: picture-alliance/ZUMA Wire/C. Guzy

د پروتستانو کلیسا د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د دسمبر ۲۱مه) د «ايزدیانو د مرکزي شورا» له مشر، عرفان اورتاک سره مرکه وکړه چې په هغې کې د هغو ايزدي ښځو او ماشومان د وضعیت په اړه معلومات ورکړي چې د «اسلامي دولت» يا داعش ډلې سره په بند کې دي.

د اورتاک په خبره، اوس هم ۲ زره او ۶۰۰ ايزدي ښځې او ماشومان لا درکه دي. دی وايي په ډير احتمال سره هغوي وژل شوي دي او يا يو شمير يې تر اوسه هم د داعشي تروريستانو په بند کې دي. ځينو سرچينو بيا د لادرکه شوو ايزديانو شمير له درو زرو هم پورته اعلان کړی دی.

د ايزدیانو د مرکزي شورا د څيړنو پر اساس، د ایزدي بنديانو له ډلې څخه يو شمیر يې په عراق او سوریه کې دي او يو شمیر يې بيا ترکيې، سعودي عربستان، قطر، ليبيا او پاکستان ته ليږدول شوي دي.

اورتاک دغه راز هغو ښځو او ماشومانو ته هم اشاره وکړه چې د سوريې په کمپونو کې چيرته د داعشيانو کورني هم اوسيږي، ژوند کوي. هغه وويل چې څه موده مخکې يې دوه ايزدۍ ښځې چې ۱۹ او ۲۰ کلنې وي، د سوريې په شمال کې يې په يوه کمپ کې پيدا کړې چې بيا يې بل ځای ته وليږدولې.

Jesdidin Jeside Frau Flucht vor IS Irak
اوس هم ۲ زره او ۶۰۰ ايزدي ښځې او ماشومان لا درکه دي/ د آرشيف انځورانځور: Getty Images/AFP/S.Hamid

د ايزدیانو د مرکزي شورا مشر وايي چې د عراقي کردستان د خپلواکې سيمې حکومت سربيره پر دې چې له بهر څخه سترې مالي مرستې ترلاسه کوي، د دغو کمپونو له تړلو سره علاقه نه لري، ځکه دغه کمپونه د سيمې  د ډيرو افرادو له پاره چې هلته په کې کار او بار کوي پر عايداتی منبعې اوښتي دي.

 د داعش ډلې جنګياليو د ۲۰۱۴م کال په دوبي کې د عراق پر ايزد ميشته سيمو، په ځانګړې توګه سنجار باندې حملې وکړې او په سلونو ايزدي نارینه، ښځې او ماشومان يې وژل او يا يې له خپل ځان سره نامعلومو ځایونو ته بوتلل. په عراق کې تر اوسه پورې د ايزديانو څو ډلييز قبرونه کشف شوي دي.

د روان کال په مارچ میاشت کې څو خبري ويب پاڼو د عراقي کردستان د اوقافو ادارې په حواله د داعش په حملو کې د وژل شوو ايزديانو شمير ۱۲۹۳ تنه وښود. د پاتې ایزدي بنديانو شمير بيا ۶۴۰۰ تنه اعلان شو. د روان کال تر مارچ مياشتې پورې شاوخوا ۳۴۰۰ ايزدی بنديان له بنده خوشې شول.

په دې منځ کې ډير شمير ايزدیان آلمان ته هم مهاجر شوي دي. له ۲۰۱۵م کال راهيسې نژدې ۹۰۰۰ عراقي، او سوريايي ايزديانو په دغه هيواد کې خپل د پناه غوښتنې درخواستونه سپارلي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ په حواله چې په آلمان کې د ميشتو ايزدي ښځو په همکارۍ جوړ شوی، ايزدي ښځې له ۲۰۰ ډالرو نيولې تر ۱۵۰۰ ډالرو پورې پلورل کيدې چې ډيری وخت به دوي د څو کسانو په منځ کې لاس په لاس کېدې. دا هم ويل شوي چې د ورځې په اوږدو کې به پر دغو ښځو جنسي تيري کيدل او وهل او ټکول کيدې به او ماشومان به يې د خپلو والدينو په مخ کې شکنجه او آزار او اذيت کيدل.