1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خوست په اړه په بنو کې پرلت: تر عدالته به احتجاج دوام وکړي

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ اردیبهشت ۹, جمعه

په بنو کې د مداخېل قبیلې له لوري په خوست کې د پاکستان پوځ د بمبارۍ ضد پرلت په دیارلسمه ورځ هم دوام لري. قومي مشران د پاکستان له حکومته د عدالت غوښتنه کوي او د طالبانو پر حکومت هم نیوکه کوي چې د دوی دفاع کې چپ پاتې شول.

https://p.dw.com/p/4AdFh
Pakistan | Demonstranten im Bannu Viertel
people gather as protesters in Bannu district of Khyber PakhtoonKhwa Peshawar Pakistan.
انځور: Gul Aalam Wazir

دوې هفتې وړاندې د خوست په سپېره ولسوالۍ کې پاکستان پوځ په وزیرستاني کډوالو هوایي بمبار وکړ، چې په پایله کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځوس کسان ووژل شول او تر شلو ډېر ټپیان شول.

د دغه پېښې په غبرګون کې د شمالي وزیرستان په بنو کې د مداخېل قبیلې له لورې د عدالت غوښتنې په نوم پیل شوی پرلت دیارلسمې ورځې ته رسیدلی، یو شمېر نورې قبیلې، د پښتون ژغورنې غورځنګ او ملي جمهوري ګوند هم له دې پرلت سره یو ځای شوې دي. 

د پرلت ګډونوال وایي، تر هغې چې د پاکستان حکومت له لورې ورته عدالت نه وي ورکړل شوی خپل پرلت ته به دوام ورکړي.

د پرلت یوه مشر ډاکټر ګلاعالم وزیر وایي، دوی د معصومو ماشومانو او ښځو د وینو له پاره عدالت غواړي.

نوموړی وویل، د خپلو میندو، خویندو او ماشومانو د سرونو خوندي کولو له پاره راوتلي او د ظلم پر خلاف یې غږ پورته کړی.

Pakistan Demonstranten im Bezirk Banu, Peshawar
په بنو کې قومي مشر ډاکټر ګل عالم وزیرانځور: Sidiq Wazir

وزیر وایي: «موږ د ریاست پالیسې بدلول او بندول غواړو. دا مو دیارلسمه ورځ ده چې موږ نارې کوو، خو هیڅوګ نه راځي. هغوی ته زموږ وینې ته هیڅ ځواب نه لري، چې تر څو یې غږ اوریدلی نه وي، عدالت یې راکړی نه وي او د بندیدو وعده یې نه وي کړي موږ به دا احتجاج ختم نه کړو.»

ډاکټر ګلاعلم وزیر زیاتوي، په وزیرستان کې پوځ ناکام و او له هغوی غواړي چې له سیمې یې ووځي: «موږ دا وایو، چې پوځ دې ووځي او په میډیا کې دې اعلان وکړي، چې زه وزیرستان ته راغلی وم او ناکام شوم، دا دهشتګردي کاروبار و او ما خپله شروع کړی و. دوی دې لاړ شي په قومي موږ خپله تشه ډکوو.»

د وزیرستان یوه قومي مشر نور محمد وویل چې د پښتنو ټول قومونه دې یو ځای شي، راپورته دې شي او نړۍ ته دې خپلو مظلومیت غږ ورسوي.

دغه قومي مشر په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت نیوکه کوي، چې د دوی د وژل شويو بې ګناه وګړو پوښتنه یې ونه کړه او د پاکستان له ډاره چپ دي.

هغه وویل: «دوی ځان ته اسلامي حکومت وایي، خو د ماشومانو او ښځو د وینو یې هیڅ پوښتنه و نه کړه، ولې دا انسانان نه وو. زه دې ګاونډی وم او په خاوره کې دې پروت وم، څنګه په ما بمبار کیږي او ته چپ یې. طالبانو ته وایم، چې ستاسې نه ځواب موږ ته دا څرګندوي، چې تاسې په دې ورسره شریک یئ.»

Afghanistan Khost | Protest gegen pakistanische Luftangriffe
په خوست کې د پاکستان پوځ د بمباريو خلاف د خلکو مظاهرېانځور: AFP

د پاکستان په پارلمان کې د وزیرستان استازی میرکلام وزیر هم د بنو په پرلت کې برخه لري او وایي، چې تر اسلام اباده یې د دې احتجاج غږ رسولی.

میرکلام وزیر زیاتوي، بې وسه به وي، خو د خپلو خلکو وژلو او ځورولو په اړه چپ نه شي پاتيدای: «موږ دوی ته وایو، چې زموږ خبرې دې په سنجیده توګه واوري. که پوځ دی، که حکومت دی که استخبارات دي، زموږ د صبر امتحان دې نور نه اخلي.  زموږ د دې پرلت چې کومې غوښتنې دي، دا دې ومني، که نه داسې پریکړه به وکړو، چې هر څه بدل کړي.»

د پاکستان د پارلمان دغه غړی وایي، چې نن به د وزیرستان خلکو بې وسي وي، خو خلک او قوم نور دې د بې ګناه انسانانو وژلو، ځورولو او کورونو ړنګولو په اړه غلي نشي کیناستلی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم څو ورځې وړاندې د بنو پرلت ته ورغلی و او په خپله وینا کې یې د پاکستان پر حکومت په سختې نیوکې سره ویلي وو، چې په خوست کې یې پر بې ګناه خلکو بمبار کړی، ښځې او ماشومان یې پکې شهیدان کړي.

نوموړي غوښتنه کړې، د خلکو د عدالت غوښتنې دغه سوله ایز احتجاج غږ دې واوریدل شي او د پاکستان حکومت او پوځ دې په راتلونکي کې په بې ګناه خلکو بمبارونه او وژنې بندې کړي.