1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کلتورواتیکان

پاپ فرانسیس په غزه کې د فوري اوربند غوښتونکی شو

۱۴۰۳ فروردین ۱۲, یکشنبه

د کاتولیکي عیسویانو مشر، د مسیحیانو د ایستر یا عیدالقیام په یکشنبه، په غزې تړانګه کې د فوري اوربند غوښتونکی شو. پاپ فرانسیس په همدې مناسبت خپله دوديزه وينا کې د اوکراین او روسیې تر منځ د بنديانو د تبادلې غوښتنه هم وکړه.

https://p.dw.com/p/4eILm
د کاتولیک عیسویانو مشر، پاپ فرانسیس د ۲۰۲۴م کال د مارچ ۳۱مه په واټیکان سيتي کې د ایستر اختر د مراسمو پر مهال
د کاتولیک عیسویانو مشر، پاپ فرانسیس د ۲۰۲۴م کال د مارچ ۳۱مه په واټیکان سيتي کې د ایستر اختر د مراسمو پر مهال انځور: Yara Nardi/REUTERS

د آلمان خبري آژانس له روم څخه خبر ورکوي چې پاپ فرانسیس د خپلې وينا پر مهال وويل: «زه یو ځل بیا درخواست کوم چې په غزه کې بشري مرستو ته لاسرسی تضمین شي. یو ځل بیا غواړم چې د تېر اکتوبر په ۷مه نيول شوي یرغمل کسان دې ژر تر ژره آزاد او په غزې تړانګه کې دې فوري اوربند رامنځ ته شي.»

پاپ په اوکراین کې د جګړې په تړاو خبرو کې د نړېوالو قوانیو د اصولو د درناوي غوښتنه وکړه او هيله ېې څرګنده کړه چې د روسيې او اوکراین تر منځ د ټولو بندیانو عمومي تبادله ترسره شي.

د واټیکان سيتي په سن پيتروس میدان کې د ايستر اختر مراسمو ته راغلي خلک - د مارچ ۳۱مه ۲۰۲۴
د واټیکان سيتي په سن پيتروس میدان کې د ايستر اختر مراسمو ته راغلي خلک - د مارچ ۳۱مه ۲۰۲۴انځور: Marco Iacobucci/ipa-agency/picture alliance

د کاتولیکو عیسویانو مشر په ټوله نړۍ کې د عمومې سولې او ثبات غوښتونکی شو او په دې تړاو ېې د اسرائيل- لبنان سرحدونو په اوږدو، د ارمنستان او آزربایجان ترمنځ او د افریقا په مختلفو برخو کې د روانو جګړو یادونه وکړه.

په خپرو شوو ويډيوګانو کې ښودل کيږي چې په واټیکان سيټي کې په همدې مناسبت جوړو مراسمو ته په زرهاوو خلک راغلي دي.

پاپ فرانسیس تر دې مخکې هم په اوکراین او د نړۍ په نورو جنګي سیمو کې د جګړې د بندېدو غوښتنه کړې ده.

نوموړي د ۲۰۲۲م کال د ایستر یکشنبې په مناسبت د روم په سن پيتر میدان کې د تقریباً سل زره مسیحي پلویانو په حضور کې وويل چې «موږ تر حده زياته وينه تويونه او تاوتریخوالی ليدلی دی.» پاپ هغه وخت د ناامنو هېوادونو په ډله کې د افغانستان یادونه هم کړې وه.

(dpa)mks/aa

له آرشیف څخه: