1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران کې بریدونو ته غبرګونونه: ترهرګري پولې نه پېژني

شکیلا ابراهیم خیل
۱۴۰۲ دی ۱۴, پنجشنبه

د افغانستان یو شمېر پخوانیو چارواکیو او د طالبانو مخالفو سیاسي ګوندونو د ایران کرمان ولایت کې وروستي بریدونه غندلي دي. سیاسي ګوندونو ویلي، ترهګري او افراطیت پولې نه پېژني او دا چې له دې پدیدې سره باید مبارزه دوام ولري.

https://p.dw.com/p/4ar9y
Iran Kerman Bombenanschlag
انځور: MEHR/AFP

د ایران په کرمان ولایت کې د پرون ورځې خونړیو چاودنو او د لسګونو کسانو وژل کېدو ته د افغانستان یو شمېر پخوانیو چارواکیو، د طالبانو مخالفو سیاسي ګوندونو او طالبانو ادارې غبرګونونه ښودلي دي.

د ملي مقاومت جبهې دا چاودنې غندلي او له ترهګرۍ او افراطیت سره د مبارزې د دوام غوښتنه یې کړې ده. د طالبانو دې مخالفې سیاسي ډلې په یوې خبرپاڼې کې ویلي: «ترهګرۍ او افراطیت ثابته کړې، چې د امنیت، ارامۍ او انساني ارزښتونو سره دښمني هېڅ ډول پولې نه پېژني.»

د دې ډلې د خبرپاڼې په یوې برخې کې راغلي، چې د افغانستان خلک نړیوالې ترهګرۍ سره مبارزه کې په لومړۍ کرښه کې دي او قرباني یې ورکړې ده. دغه ډله تروریزم سره د مبارزې ادامه د نړۍ او بشري ټولنې د نه منلو وړ اړتیا ګڼي.

د مقاومت جبهې د خبرپاڼې په یوې برخې کې راغلي: «جبهه یو وار بیا ټینګار کوي، چې نړیوال په ځانګړي ډول د سیمې هېوادونه او زموږ ګاونډیان د تروریزم او افراطیت څخه د راپیدا شویو تراژیدیو او پېښو څخه د خلاصون له پاره ستراتیژیکې همکارۍ ته اړتیا ده.»

د طالبانو یوې بلې مخالفې ډلې «د افغانستان د ازادۍ جبهې» هم پر خپل ایکس شبکې پخواني ټویټر له خپلې پاڼې څخه یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې د ایران بریدونه غندلي او د دغو پېښو له امله یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

دې جبهې ټینګار کړی دی، چې «د افغانستان خلک د طالبانو تروریستي ډلې» تر ولکې لاندې د تاریخ له تر ټولو بدې ورځې تېروي، په ایران او بل هر ځای کې د تروریستي پېښو د قربانیانو درد او کړاو احساسوي.

دغې ډلې د نړۍ او د سیمې له هېوادونو غوښتي، چې «ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه طالبانو سره دې د زغم او متقابل عمل چلند پرېږدي.»

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د سولې پخوانۍ عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ځانګړو بېلابېلو پیغامونو کې د ایران کرمان ولایت کې وروستي بریدونه غندلي او هغه یې د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف عمل بللی دی.

د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد کریم خلیلي هم دا بریدونه غندلي او د ایران ولسونو او قرباني کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده. د محمد کریم خلیلي په خپرې کړې خبرپاڼې کې راغلي: »د افغانستان مظلوم ولس چې کلونه کلونه یې له ښوونځیو او روغتونونو څخه نیولې تر جوماتونو او د خپلو شهیدانو د فاتحې تر مراسمو پورې د تر ټولو وحشیانه تروریستي بریدونو هدف ګرځېدلی، د دا ډول بریدونو درد تر بل هر چا ښه درک کوي، له همدې امله دوی له خپلو ایراني وروڼو او خویندو سره په دې  په دې ډاروونکي غم کې ځان شریک ګڼي.»

د طالبانو د باندنیو چارو وزارت هم د ایران د کرمان ولایت بریدونه غندلي او پر دغې پېښې یې خواخوږي ښودلې ده.

د چهارشنبې پر ورځ د ایران کرمان ولایت کې د سپاه پاسداران د قومندان قاسم سلیماني د څلورم تلین مراسمو کې دوه خونړۍ چاودنې وشوې، چې له امله یې د وروستیو شمېرو له مخې ۸۴ کسان وژل شوي او ۲۸۴ نور ټپیان دي؛ خو ښايي دې شمېرو کې بدلون راشي. د ایران حکومت نن پنجشنبه دغې هېواد کې ملي ماتم اعلان کړی دی.