1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

د اسرائيل امنيتي ځواک په رفح کې «عملياتو» ته چمتووالی نيسي

۱۴۰۲ بهمن ۱۹, پنجشنبه

د اسرائيل لومړي وزير بنيامن نتانياهو، ويلي دي چې پوځ ته یې امر کړی دی چې د رفح پر لور حرکت ته چمتووالی ونيسي. په دې منځ کې په قاهره کې د اوربند د خبرو اترو په يوه نوي پړاو کې د حماس د هئيت د ګډون تمه کيږي.

https://p.dw.com/p/4cBdM
د ملګرو ملتونو د اټکلونو پر اساس دمګړۍ په رفح ښار کې تر يو ميليون ډېر کسان ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو د اټکلونو پر اساس دمګړۍ په رفح ښار کې تر يو ميليون ډېر کسان ژوند کوي.انځور: SAID KHATIB/AFP/Getty Images

حماس ويلي دي چې په پام کې ده چې نن، پنجشنبه (د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ ۸ نېټه) په قاهره کې د حماس او د منځګړو يعني مصر او قطر ترمنځ د خبرو اترو يو نوی پړاو ښايي پېل شي.

د فرانسې خبري آژانس د يوه مصري چارواکي له قوله ويلي ول چې د خبرو اترو موخه په «غزه کې آرامتيا» ده او دا چې د مصر حکومت يوه توافق ته د رسېدو له پاره له «دواړو اړخونو څخه د لازمې انعطاف پذیرۍ د ښوولو» غوښتنه کړې ده.

دا تازه مذاکرات يوه ورځ وروسته تر هغې ښايي پېل شي چې د اسرائيل لومړي وزير بنيامن نتانیاهو، د حماس د اوربند او د جګړې په سملاسي توګه د ختمولو وړاندیز رد کړی وو. اسرائيل د حماس «دا وړاندیز په دې اساس رد کړی وو چې دا کار به ته دې لاره هواري کړي چې حماس په غزه کې په قدرت کې پاته شي او پوځي وړتياوې بيرته لوړې کړي.»

حماس دا وړاندیز د امريکا متحده ایالاتو او قطر د پيشنهاد په غبرګون کې کړی وو.

د حماس وسلواله ډله د امريکا متحده ايالاتو، اروپايي ټولنې، اسرائيل او ځينو عربي هېوادونو له خوا د ترهګریز سازمان په توګه درجه بندي شوې ده.

نتانياهو: اسرائيلي پوځ رفح ته د داخليد چمتووالی نيسي

د اسرائيل لومړي وزير بنيامن نتانياهو، چهار شنبې ناوخته تائيد کړه چې د اسرائيل پوځ رفح ته د داخليدو له پاره چمتووالی نيسي. رفح د غزې تړانګې په جنوب کې د مصر سره پر پوله پروت ښار دی چې د غزې په زرونو اوسيدونکو پکې پناه اخيستې ده.

نتانياهو وويل چې هغه خپلو عسکرو ته امر کړی دی چې په رفح ښار کې «عملياتو ته چمتووالی» ونيسي او دا چې پر حماس «بشپړه بريا» اوس يوازې د څو میاشتو خبره ده. 

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش، ويلي دي چې رفح ته د عسکرو ننوتل به هغه وضعيت چې «د بشري ناورين بد خوب دی، په کراتو پسې خراب کړي.»

د ملګرو ملتونو د بیړنيو مرستو همغږي کوونکي مارتين ګرېفتس، هم خبرداری ورکړی دی چې په رفح کې نوره جګړه «د لا دېرو ژوندونو د اخيستو او د بشري اړتياو د شديدو خطر لري.»

د ملګرو ملتونو د اټکلونو پر اساس دمګړۍ په رفح ښار کې تر يو ميليون ډېر کسان ژوند کوي.

بلينکن غزې ته پر نورو مرستو ټينګار وکړ

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن، په تل ابيب کې چهار شنبه د شپې د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د غزې تراډې کلابندې شوې سيمې ته د نورو مرستو پر رسولو ټینګار وکړ.

نوموړي وويل: «له اسرائيل سره د اکتوبر پر ۷مه نيټه ډېر ناوړه انسانيت ضد چلن وشو. له يرغمل نیول شويو سره هم له هغې ورځې راهسيې دا ډول چلن کيږي. خو دا له نورو سره د انسانيت ضد چلن جواز نه شي کيدلی.»

بلينکن په خپلو خبرو کې زياته کړه: «د غزې تړانګې د خلکو ستر اکثريت د اکتوبر د ۷مې نیټې له بريدونو سره سروکار نه لري. او د غزې هغه کورنۍ چې له اسرائيل څخه د مرستو پر انتقال تکيه کوي، زموږ د خپلو کورنيو په څېر دي.»

د امريکا دغه لوړپوړي ديپلومات وويل چې له غزې سره د کرم شالوم سرحدي لارې پرانيستنه «غزې ته د بل هر وخت په پرتله د ډېرو مرستو» باعث شوې خو نوموړي پر اسرائيل د دې د تضمينولو غږ وکړ چې دا مرسته به «هيڅ څوک، په هیڅ دليل» نه بندوي.

ب. ص/ ا.ا (AFP, AP, dpa, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب