1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيد فلسطین سیمه

حماس غواړي اسرائيل سره د اوربند له پاره خبرو ته دوام ورکړي

۱۴۰۲ اسفند ۱۶, چهارشنبه

حماس د چهارشنبې په ورځ وويل سربېره پر دې چې اسرائيل په قاهر کې د مذاکراتو په وروستي پړاوه کې غیابت لري، دوی غواړي له روژې څخه مخکې په غزه کې له اسرائيل سره د اوربند له پاره خبرو ته دوام ورکړي.

https://p.dw.com/p/4dDVV
Gaza Nahostkrieg Israel Gaza City
انځور: Hossam Azam/REUTERS

حماس په دې هکله په یوه اعلامیه کې ويلي دي: «موږ د خپلو خلکو پر وړاندې د یو هر اړخيز تهاجم د توقف له پاره د لازم نرمښت ښودلو په حال کې یو.» د حماس په اعلامیه کې زیاته شوې چې د دوی په خبره «اشغالګر» لا هم دغه توافق ته د رسېدلو له پاره شاتګ کوي.

دا وخت په قاهره کې د حماس، قطر او مصر له لوري، د اسرائيل له حضور پرته روان مذاکرات په دې هڅه کې دي تر څو په ورژې میاشت کې چې راتلونکې اونۍ پيلیږي، د حماس او اسرائيل تر منځ یو ۴۰ ورځني اوربند رامنځ ته کړي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو باېدن د سه شنبې په ورځ وویل چې دا د حماس په اختیار کې ده چې آیا په غزې تړانګه کې د اوربند له پاره پر مېز ايښی توافق د یرغملانو په تبادلې سره مني او که نه. هغه دغه خبره په داسې حال کې کړې چې د پلاو په درې ورځنیو مذاکراتو کې د پرمختګ کوم څرک ترسترګو شوی نه دی.

په مصر کې د منځګړو هېوادونو پلاوي په دې هڅه کې دي چې د رمضان میاشتې د مخه په غزه کې د اسرائيل او حماس تر منځ د یو موقت اوربند توافق په لاس راوړي
په مصر کې د منځګړو هېوادونو پلاوي په دې هڅه کې دي چې د رمضان میاشتې د مخه په غزه کې د اسرائيل او حماس تر منځ د یو موقت اوربند توافق په لاس راوړيانځور: Omar Ashtawy/APA/IMAGO

حماس ته وړاندې شوې معامله کولی شي یو شمېر یرغملان آزاد کړي کوم چې فلسطیني یاغیانو د اکتوبر پر ۷مه پر اسرائيل د تروريستي حملې پر وخت نيولي او له کبله ېې جګړې ته لمن ووهل شوه. د توافق په صورت کې به غزې ته د قحطۍ د مخنيوي په موخه مرستې هم چټکې شي په داسې حال کې چې هلته روغتونونه په خوارځواکې د اخته ماشومانو درملنه کوي. له بل لوري به حماس هم د ټولو یرغمل شوو کسانو چې په غزه کې ساتل کېږي، نوملړ چمتو کړي.

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایدن مرستيالې، کاملا هېریس پر اسرائيل غږ کړی دی چې په غزه کې د «انساني فاجعې» د ډېرېدو د مخنيوي له پاره لا ډېر اقدامات وکړي.

امریکا متحده ایالات غزې ته چېرته چې د غزې د روغتيايي چارواکو د معلوماتو له مخي په روانه جګړه کې تر ۳۰زرو ډېر کسان وژل شوي، د بشري مرستو پر رسولو ټینګار کوي. په دې هکله ولسمشر بایدن ویلي دي: «موږ باید غزې ته لاډېرې مرستې ورسوو.»

د امریکا متحده ایالاتو د ملی امنیت سلاکار جک سلوان او د قطر لومړي وزير شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني د سه شنبې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې جوړه شوې یوه غونډه کې ټينګار وکړ چې د ناروغو، ټپيانو، ښځو او د ډېر عمر لرونکو یرغملانو آزادول کېدای شي لږ تر لږه په شپږ اونيزه فوري اوربند باندې منتج شي.

امریکا غزې ته د بشري مرستو پر ډېرولو ټينګار کوي - په انځور کې له یوې امریکایي الوتکې څخه په غزه کې په پراشوټونو کې غورځول شوې مرستې لېدل کیږي
امریکا غزې ته د بشري مرستو پر ډېرولو ټينګار کوي - په انځور کې له یوې امریکایي الوتکې څخه په غزه کې په پراشوټونو کې غورځول شوې مرستې لېدل کیږيانځور: United States Airforces Central via DVIDS/dpa/picture alliance

د سپېنې ماڼۍ په اعلاميه کې راغلي دي چې «د اوربند له دغه لومړی پړاو سره به همدارنګه د غزې له خلکو سره د بشري مرستو لړۍ هم چټکه شي» او همدارنګه به د آرامښت او چمتووالي له پاره لا ډېر د وخت او ځای امکانات برابر کړي.

حماس وايي، غواړي له منځګړو هېوادونو سره داسې مذاکراتو ته ادامه ورکړي چې په نتيجه کې ېې په غزه کې جګړه پای او داسې یو توافق ته لار هواره کړې چې په خبره ېې «د فلسطینیانو غوښتنې او منافع» تر پوښښ لاندې ونیسي.

په حاضر وخت کې له امریکا، قطر او مصر څخه مذاکره کوونکي د مصر په پلازمینه قاهره کې په دې هڅه کي دي تر څو د مارچ پر لسمه د روژې میاشتې له پیل څخه دمخه د حماس او اسرائيل تر منځ یو موقت اوربند ته لاسرسی پيدا کړي.

حماس په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې دوی داسې یو توافق ته چې په وینا ېې د اسرائيل د «یرغل توقف» پکې وي، «لازم انعطاف» ښودلو په حال کې دي.

اسرائيل تر اوسه د حماس له خوا د ېو پراخ اوربند درخواست رد کړی دی او لا هم د دغې ډلې د لمنځه وړلو له پاره خپل هدف پر مخ وړي. دغه هېواد ېوازې په غزه کې د یو موقت اوربند له پاره حاضر دی.

اسرائيل تر اوسه د حماس له خوا د ېو پراخ اوربند درخواست رد کړی دی او لا هم د دغې ډلې د لمنځه وړلو له پاره خپل هدف پر مخ وړي
اسرائيل تر اوسه د حماس له خوا د ېو پراخ اوربند درخواست رد کړی دی او لا هم د دغې ډلې د لمنځه وړلو له پاره خپل هدف پر مخ وړيانځور: Israel Defense Forces/REUTERS

حماس همدارنګه پر اسرائيل تور لګوي چې د دایمي اوربند له منلو، له غزې تړانګې شاتګ او د دغې سېمې اوسیدونکو د تجهیزاتو له تامینولو ډډه کوي. دواړه خواوې يو له بل سره مخامخ مذاکرات نه کوي، بلکې خپل مذاکرات په منځګړيتوب مخ ته وړي.

د غزې روان جنګ د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر میاشتې پر ۷مه هغه وخت پیل شو چې حماس ډلې پر اسرائيل حمله وکړه. حماس په دغه حمله کې چې دغه ډله ورته د «طوفان الاقصی» نوم ورکوي، شاوخوا ۱۲۰۰کسان ووژل او تر ۲۵۰ ډېر نور ېې له ځان سره غزې تراډي ته وتښتول.

له بل لوري د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان، اسرائيل ته خبرداری ورکړی دی چې په روژې میاشت کې دې د فلسطین مسلمانانو مسجد الاقصی او په بیت المقدس کې د سپيڅلې ځایونو د ورتلو مخه نه نیسي.

د حماس وسله واله ډله پر نورو هېوادونو سربیره د امريکا متحده ايالاتو، آلمان، اسرائيل او اروپايي ټولنې له خوا د تروريستي سازمان په توګه درجه بندي شوې ده.

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل