1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«چین کولای سي د اوکراین د جګړې په پای ته رسولو کي کومک وکړي»

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۰, چهارشنبه

د المان د باندنیو چارو وزیرې انالېنا بېربوک له چين څخه غوښتي چي د اوکراین پر وړاندې د روسيې د جګړې په اړه خپل دریځ روښانه کړي. دې وویل چې بې طرفي د بریدګر سره د پلوۍ معنی لري.

https://p.dw.com/p/4R9yE
Deutschland Außenministerin Annalena Baerbock und der chinesische Außenminister Qin Gang treffen sich in Berlin
انځور: Michael Kappeler/Pool via REUTERS

د المان د باندنیو چارو وزیري انالېنا بیربوک له چين څخه غوښتي، چي پر اوکراين د روسیې د یرغل په وړاندي  دریځ روښانه کړي. هغې وویل، بې طرفي د بریدګر سره د پلوۍ معنا لري.

د المان د باندنیو چارو وزیري انالېنا بېربوک د سې شنبې په ورځ وویل چې که چیري چین پرېکړه وکړي، نو د اوکراین د جګړې په پای ته رسولو کي مهم او اغیز لرونکی رول لوبولای سي.

اړوند: بېربوک جاپان ته ورسېده؛ پر کومو موضوعاتو خبرې کيږي؟

بیربوک په برلین کي له خپل  چینی سیال سره تر ملاقات وروسته خبریالانو ته وویل: «چین د ملګرو ملتونو د دایمي غړي په صفت کولای سي د جګړې په پای ته رسولو کي خپل اړین او اغیزناک رول ولوبوي، خو په دې صورت، چي دغه کار ته هوډ وکړي.»

بېربوک په برلین کي د چین د باندنیو چارو د وزیر چین ګنګ کوربنه وه. ټاکل سوې ده، چي د چین د باندنیو چارو وزیر ناروې او فرانسې ته هم سفر وکړي.

د چین حکومت ادعاء کوي، چي د اوکراین په جګړه کي بې طرف دی او هیله لري، چي ددغه هیواد د سولي وړاندیز به د جګړې د منځګړيتوب لپاره یو دریځ ثابت سي. په ملګرو ملتونو کي بیجینګ د هغو هڅو مخه ډب کړې، چي په اوکراین کي د روسیې د یرغل د غندلو له امله کیږي. 

اړوند: بیربوک: خلع سلاح او د تسلیحاتو کنټرول اوس تر بل هر وخت مهم دی

چین ګنګ د بیربوک ترڅنګ خبریالانو ته وویل: «چین په ملګرو ملتونو کي د امنیت شورا د تلپاتي غړي او د یو لوی مسؤل هیواد په صفت نه له هاغه پلوه د[جګړې] د اور ننداره کوي او نه هم تیل ور پاشي.»

خو بیربوک پر بیجنګ ټینګار کوي، چي د اوکراین د جګړې په اړه خپل دریځ روښانه کړي او وايي: «ناپېلیتوب د یرغلګر د پلوۍ معنی لري، نو پر همدې بنسټ زموږ لارښوونه دا ده چي روښانه کړو چي د قربانیانو تر شا ولاړ یوو.»

بیربوک د چین حکومت د هغه وروستي اعلان هر کلی وکړ، چي هغه هیوادونه به په رسمیت پېژني، چي یو وخت شوروي اتحاد ورڅخه تشکیل سوی و او زیاته يې کړه، د اوکراین په اړه دي هم دغه دریځ په پام کي ونیول سي.

اړوند: بیربوک د پوتین پرضد د اروپا او افریقا متحد کیدل غواړي

چین ګنک وویل، هیله لري، په نژدې راتلونکي کي به د اروپا لپاره د چین استازی له اوکراین څخه هم لیدنه وکړي.

د چیني شرکتونو د احتمالي بندیزونو په اړه خبري اتري

له هغه وخت راهېسې چي روسيې پر اوکراین نظامي یرغل کړی، لوېدیځ هیوادونه چین تورنوي، چي له مسکو څخه سیاسي او مادي ملاتړ کوي.

ټاکل سوې ده، چي د چهارشنبې په ورځ د لویدیځو هیوادونو سفیران د روسیې په وړاندي د بندیزونو په ګډون د هغو چینی شرکتونه، چي د روسي پوځ په ملاتړ تورن دي د احتمالي بندیزونو په اړه ملاقات وکړي.

د دويچه ویله فېسبوکپاڼه هم تعقیب کړی

چین ګنګ وايي، چین او روسیه «عادي راکړه ورکړه او همکاري» لري او د لوېدیځ هغه ادعاء، چي ددغه هیواد شرکتونه له روسي پوځ سره په همکارۍ تورنوي نه مني. هغه وویل چې چین له روسيې سره عادي سوداګریزي چاري پر مخ وړي.

ګنګ زیاتوي، بیجنګ د خپل هیواد د شرکتونو پر وړاندې د ټولو هیوادونو له یو اړخیزو کړنو او مقرراتو سره «یومخ مخالف» دی.

زموږ یوټیوب پاڼه هم دلته کتلای سی

ګنګ وايي: «چین هم غواړي، چي د چیني مشروع شرکتونو د ګټو خوندي کولو لپاره مناسب غبرګون څرګند کړي.»

چین ګنګ د المان او چین د ماليې وزیرانو د ناستي لغوه کول کم ارزښته وګڼل او وايي دغه لیدنه د « تخنیکي ستونزو» له امله وځنډېده او باید ډېره ونه څېړل سي.