1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بې سرحده خبریالان: پاکستان دې افغان خبریالان نه اخراجوي

۱۴۰۲ آبان ۱۷, چهارشنبه

د رسنیو د ملاتړ یوه نړیوال بنسټ غوښتنه کړې ده چې پاکستان دې هغه څه باندې ۲۰۰ خبریالان نه اخراجوي چې د ۲۰۲۱ په اګست مياشت کې واک ته د طالبانو تر رسیدو ورته پاکستان ته تللي دي.

https://p.dw.com/p/4YYaz
Journalisten in Afghanistan
انځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

د بې سرحده خبریالانو سازمان خپله غوښتنه له هغه يوه اونۍ وروسته مطرح کړې چې پاکستان د هغو شا او خوا ۱،۷ ميليون افغان کډوالو په ايستلو پېل کړی دی چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانونی اسناد نه لري.   

د پاکستان له لورې د بې اسنادو کډوالوپه خپله خوښه د وتلو ضرب الاجل چې د نومبر لومړۍ نیټه ټاکل شوې وه، تر ختمیدو وروسته دغه هېواد د کډوالو په ايستلو پېل وکړ. کابو ۲۷۰ زره افغانان چې نه یې غوښتل ونيول شي او په جبري ټوګه اخراج شي، افغانستان ته ستانه شوې دي. په دې کې هغه کسان هم شامل دي، چې څلور لیسزې یې په پاکستان کې ژوند کړی دی. له پاکستان څخه اخراج شوي په زرګونو افغانان په تورخم کې له ګڼې ګوڼې سره مخامخ دي.

د ځینو کسانو په وينا دغه شمېر افغانان د ملګرو ملتونو له هیڅ بنسټ سره ثبت شوې نه وو او دوی فکر نه کاوه چې یوه ورځ به دغه هېواد اعلان وکړي، چې پاکستان پریږدئ.

هغه افغانان چې لا اوس هم په پاکستان کې پاتې دي، ۲۰۰ خبریالان او ۲۵ زره هغه کسان هم پکې شامل دي، چې د کډوالۍ پروګرام له لارې امریکا متحده ایالاتو ته د تګ په انتظار دي. د امریکا متحده ایالاتو د قوانینو پر بنسټ، غوښتنلیک ورکوونکي باید په پیل کې درېیم هېواد (د افغانانو په مورد کې پاکستان ته) د دوسیو د برسۍ لپاره ولیږدول شي.

په اسلام اباد کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت، د دغو غوښتونکو د اخراج د مخنيوي په موخه هغوی ته ليکونه ورکړي دي خو پاکستاني چارواکو ويلي دي چې دغه لیکونه قانوني اعتبار نه لري.

د بې پولې خبریالانو سازمان د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلې دي، چې په پاکستان کې یو شمېر خبریالان «د پاکستان د پولیسو له لورېد ځورونې او جبري نیول کیدو سره مخامخ دي او همدا راز د افغانانو له لورې د کرایه شويو کورونو په مالکانو باندې فشارونه او د ویزو بررسي کولو بې شمیره درخواستونه موجود دي.«

په خبرپاڼه کې ویل شوې دي، چې یو شمېر دغو خبریالانو  په افغانستان کې یو شمېر حساس معلومات نشر کړي او د خوندیتوب لپاره یې په پاکستان کې پناه اخیستې ده.

د بې پولې خبریالانو بنسټ ویلې دي: «افغانستان ته د هغوی اخراج به دوی د جدي خطرونو سره مخامخ کړي. موږ د پاکستان له حکومته غواړو، چې د هغوی له نیولو څخه ډډه وکړي او په پاکستان کې د هغوی ساتنه او امنیت تضمین کړي.»

په زرګونه کډوال له افغانستان سره پر پوله بند پاتې دي

پاکستاني چارواکو ويلي دي چې هیڅ يو افغان خبريال به چې له خطر سره مخامخ وي، اخراج نه کړي، خو هغوی به يوازې «د واقعي خبریالانو دوسیې» په پام کې ونيسي.

واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته ډېرو خبریالانو خپل مسلک له لاسه ورکړ. په افغانستان کې ښځینه خبریالانې له ستوونزو سره مخامخ دي، د هغوی کار بند دی او حتی سفرونه یې هم د طالبانو له لورې محدود شوې دي. په افغانستان کې په خبریالانو باندې محدودیتونه، د بشري حقونو د نړیوالو بنسټو د انتقادونو لامل شوي.

ملګرو ملتونو د می په میاشت کې وویل، چې د طالبانو له لورې د افغان خبریالان په چارو کې لاسوهنه، ګواښونه او بریدونه د منلو وړ نه دي. په ۱۹۹۰ لسیزه کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال دغې ډلې په افغانستان کې پر تلویزیون، راډیو او ورځپاڼو بندیز لګولی وو.

د بې سرحده خبریالانو سازمان د بیان د ازادۍ په برخه کې افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې د ۱۵۲ هېواد په توګه درجه بندي کړی دی. د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط وروسته یو شمېر افغان خبریالان پاکستان ته ولاړل چې هلته له يوه ډېر ستړي کوونکي انتظار سره لاس او ګريوان شوي.