1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران غواړي افغان محصلیني ومني

۱۴۰۱ دی ۱۴, چهارشنبه

په افغانستان کي د نجونو پر مخ د پوهنتون د دروازو تر تړلو وروسته، ایران غواړي افغان محصلیني ومني.

https://p.dw.com/p/4LiPj
ایراني سیاستوالو په افغانستان کي د طالبانو له خوا د نجونو پرمخ د پوهنتونونو او نورو عالي مؤسسو د دروازو پر تړلو باندي سخت انتقادونه وکړل
ایراني سیاستوالو په افغانستان کي د طالبانو له خوا د نجونو پرمخ د پوهنتونونو او نورو عالي مؤسسو د دروازو پر تړلو باندي سخت انتقادونه وکړلانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

لکه څنگه چي د ایرنا دولتي خبري آژانس د سه شنبه په ورځ رپوټ ورکړی، د دې کار له پاره د تهران په پوهنتونونو کي د نورو ترڅنگ د افغان محصلینو ته د تحصیلي مرستو بودیجه پنځه برابره لوړه سوې ده.

ایراني سیاستوالو په افغانستان کي د طالبانو له خوا د نجونو پرمخ د پوهنتونونو او نورو عالي مؤسسو د دروازو پر تړلو باندي سخت انتقادونه وکړل.

«په یوه کال کي تر يونيم میلیونه زيات افغانان ایران ته کډوال شوي»

همدارنګه به تحصیلي فیس هم د افغان محصلینو له پاره راکښته سي. د ۲۰۲۱م کال په اګست کي واک ته د طالبانو د رسیدو راهیسي په افغانستان کي د ښځو له حقونو څخه سخته سرغړونه کیږي.

ښځي او نجوني اجازه نه لري په عام محضر کی حضور پیدا کړي. ایران هم یو اسلامي هیواد دی او د هغه پر سختو قوانینو باندي په وار وار انتقادونه کیږي. په تیره بیا په دغه اسلامي هیواد کي ښځي په سیستماتیک ډول له ټولنيز ژوند څخه محرومیږي.

ملګرو ملتونو پر ښځو د طالبانو محدودیتونه و غندل

د ایران حکومت په تیرو ورځو کي د هیواد په سطحه مظاهرو کي د وحشیانه دریځ له امله په نړیواله کچه تر سختو انتقادونو لاندي راغی. د دغو مظاهرو دلیل د سپتمبر مياشتي په نیمايي کي د پولیسو په توقیف کي د ژینا مهسا امیني وژل کیدل وو.

دغه کُردۍ ـ ایرانۍ د ایران د مذهبي پولیسو له خوا د پوړني پرضد اعتراض له امله ونیول سوه. ایران د لوړو زده کړو عصري سیستم لري چي پکښي تر ډیره ځایه ښځي او نجوني خپلي زده کړي پرمخ بیایي.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل