1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د زندان مخې ته د اعتراض په دليل اعدامونه عملي نه شول»

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۵, دوشنبه

تیره شپه په اصفهان کې خلک د يوه زندان مخته را ټول شوي ول او د «خانه اصفهان» په قضیه کې یې د درو تنو مظاهره کوونکو د اعدام سزا حکم وغنده. د تورنو کسانو له ډلې څخه د یوه د کورنۍ غړي ویلي چې ظاهراً اعدامونه نه دي عملي شوي.

https://p.dw.com/p/4RLok
Isfahan Haus
انځور: UGC

د یکشنبې (د می میاشتې ۱۴ نیټه) په شپه د یوه ټویټري پيغام له لارې د محمد هاشمي په بلنه ډیر شمیر خلک د ایران په اصفهان ښار کې د دستګرد زندان مخې ته را ټول شوي ول او د مجید کاظمي په ګډون د دوو نورو بندیانو د اعدام سزا عملي کیدو پر ضد یې شعارونه ورکول. مجید کاظمي او دوه تنه نور په اعدام محکوم شوي کسان د «خانه اصفهان» د اعتراضونو په قضیه کې د اعدام په سزا محکوم شوي دي او محمد هاشمي د مجید کاظمي د ترور یا خاله زوی دی. 

م.م: په ايران کې په اونۍ کې تر لسو ډېر کسان اعداميږي

خپاره شوي ویډیو کې لیدل کیږي چې یو شمیر خلک د دستګرد زندان مخې ته را ټول شوي دي او د "این آخرین پیامه، اعدام کنید قیامه" شعارونه یې ورکول.

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ یوټیوب شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

 د دوشنبې په سهار محمد هاشمي له خلکو څخه په مننې کولو په ټویټر کې ولیکل: «همدا رنګه د اعدام نه عملي کیدو په اړه رسمي خبر نه دی رسیدلی، خو اکثره شواهد ښيي چې مجید کاظمي، صالح میرهاشمي او سعید یعقوبي اوس هم زمونږ په څنګ کې دي».

مجید کاظمي، صالح میرهاشمي او سعید یعقوبي دری تنه اعتراض کوونکي دي چې د «خانه اصفهان» په نامه قضیې په ارتباط په اعدام محکوم شوي دي. د دغو تورنو کسانو د استیناف غوښتنه د دې هیواد د سترې محکمې له خوا رد شوې او د اعدام حکم یې تائید شوی دی.

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ فیسبوک شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

د «صدا و سیما» په نوم ایراني رسنۍ د دغو درو تنو د اعتراف ویډیو خپره کړه چې هغوي په کې وایي وسلو ته یې لاس رسی درلود او ډزې یې کړي دي، خو حتی په اعتراف کې هم دوی دا خبره نه ده کړې چې ګوندې پر امنیتي ځواکونو یا مظاهره کوونکو یې ډزې کړي دي.

ایران: دوه کسان مقدساتو ته د سپکاوي په تور اعدام شول

د دې ویډیو تر خپریدو وروسته مجید کاظمي په یوه غږیز پيغام کې چې له خپلې کورنۍ سره یې پیغامونه تبادله کړي ویلي دي چې د شدیدې او وحشتناکې جسمي شکنجې لاندې نیول شوی او په جنسي تیري ګواښل شوی دی او له همدې امله اعتراف کولو ته اړ ایستل شوی دی.

ایرانی - سویډنی وګړی حبیب اسیود اعدام شو

نوموړي په دې غږیز پيغام کې د امنیتي ځواکونو له خوا د خپلې کورنۍ د ګواښل کیدو په اړه ویلي چې ورته ویل شوي و چې ورور به یې هم ورته ونیسي.

د تیر ۲۰۲۲م کال د نومبر په ۲۵ نیټه د ټول هیواد په کچه اعتراضونو په جریان کې د خانه اصفهان په نګهبان میدان کې دوه تنه مظاهره کوونکي او یو تن د امنیتي ځواکونو غړی د ډزو په ترڅ کې وژل شوي وو.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص