1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

المان: پولیسو دویسبورګ کې د حماس د ملاتړو ودانۍ تالاشي کړي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۷, پنجشنبه

د آلمان پولیسو د حماس د ملاتړ کوونکې ډلې د «فلسطین پيوستون دویسبورګ» پورې اړوند څلور ودانۍ تالاشي کړي دي. دغه ډله په ښکاره ډول د حماس ترهګرې ډلې ملاتړ او د یهودانو ضد څرګندونې کوي.

https://p.dw.com/p/4fusO
Symbolbild Razzia gegen Schleuser
آرشیف انځور: الماني پولیسو په دویسبورگ کې د حماس د ملاتړو کورونه تالاشي کړيانځور: Roberto Pfeil/dpa/picture alliance

د المان خبري آژانس د پنجشنبې په سهار(د می میاشتې ۱۶ نیټه) رپوټ ورکړی دی چې د دغه هیواد پولیسو د نورد- راین-وستفالن ایالت په دویسبورګ سمیه کې د حماس د ملاتړ کوونکې یوې ډلې پورې اړوند څلور ودانۍ پلټلي دي.

د نورد- راین-وستفالن ایالت د سیمه ایز حکومت د همدې ورځې (د می میاشتې ۱۶ نیټه) په سهار د «فلسطین پيوستون دویسبورګ» پر ډلې یا ټولنې بندیز اعلان کړ او تر دې سمدستي وروسته بیاد پولیسو له خوا تالاشي یا پلټنې پيل شوې.

د الماني رسنیو د رپوټ پر بنسټ، درې ودانۍ د دویسبورګ ښار په شمال او د دغه ښار پوهنتون ته نږدې یوه بله ودانۍ چې د یادې ډلې مشرانو پکې ژوند کاوه، تالاشي یا تر بررسۍ لاندې نیول شوي دي.

د نورد- راین-وستفالن ایالت د کورنیو چارو وزیر هربرت رویل، ویلي دي چې د فلسطین د پیوستون ډله په ښکاره ډول د یهودانو پر ضد کرکه خپروي. رویل ټینګار وکړ چې حکومت د افراطیت پر وړاندې څرګند دریځ ښودلی دی.

د فلسطین د پيوستون ډله په دویسبورګ او د المان په ټولو برخه کې فعالیت کوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز