1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

آلمان: جرمونه کم خو د ماشومانو د ناوړه عکسونو خپریدل ډیر شوي

۱۴۰۱ فروردین ۱۷, چهارشنبه

په آلمان کې په پنځم پرلپسې کال جرمونه مخ پر کمیدو دي او دغه کچه یوازې په ۲۰۲۱م کال کې پنځه سلنه را ټیټه شوې ده. د جرمونو پر کمښت سربیره انترنتي جرمونه او د ماشومانو د ناوړه جنسي انځورونو خپریدل مخ پر ډیریدو دي.

https://p.dw.com/p/49XOg
Symbolbild Sexuelle Gewalt
انځور: OBS/Keystone/picture alliance

د آلمان جګپوړو امنیتي چارواکو د سه شنبې په ورځ په برلین کې د ۲۰۲۱م کال د جرمونو شمیرې خپرې کړې دي چې پکې ۵،۰۵ میلیونه دوسیې ثبت شوي دي. که څه هم دا پنځم پرلپسې کال دی چې په آلمان کې جرمونه مخ پر کمیدو دي خو انترنتي یا سایبرې جرمونه برعکس مخ پر ډیریدو دي. د شمیرو له مخې د ۲۰۲۰م کال په ترڅ کې د جرمونو کچه ۴،۹ راټیټه شوې ده.

د سې شنبې ورځې په خبري کنفرانس کې د آلمان امنیتي چارواکو د سایبري یا انترنتي جرمونو شدید ډېرښت په ګوته کړ. د چارواکو په خبره په دې ترڅ کې د ماشومانو د لوڅو انځورونو خپریدل هم په چټکۍ سره مخ پر ډیریدو دي.

د آلمان د کورنیو چارو وزیري نانسي فیزر، په ۲۰۲۰م کال کې د ماشومانو د جنسي ناوړه استفادې د انځورونو ۱۰۸،۸ سلنه زیاتوالي ته په اشارې وویل: «د ماشومانو پر وړاندې د جنسي زورزیاتي پیښو ډېرښت ما ته دا په ګوته کوي چې د ټولو احتمالي عواقبو په پام کې نیولو سره باید اقدام وکړو. له ماشومانو د ناوړه جنسي استفادې پدیده او پر انترنت د دې راز پیښو د انځورونو او فلمونو د خپرولو مخنیوي زموږ مهم لومړیتوب دی.»

Berlin BPK Kriminalitätsstatistik
انځور: Emmanuele Contini/IMAGO

د آلمان د کورنیو چارو وزیرې فیزر خبریالانو ته وویل چې د جرمونو د کمښت دلیل د قانون د پلي کولو په برخه کې پر نویو ګمارنو باندې د حکومت پانګونه ده او دا چې دغه کار اوس نتیجه ورکړې ده. هغې په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د هغې اصلي او لنډمهاله هدف دا دی، ترڅو د المان د فدرالي جنايي پولیسو وړتیاوې لوړې کړي ترڅو د ماشومانو د ناوړه جنسي ګټه اخیستنې د انځورونو او فلمونو خپریدو مخه ونیسي. د هغې په خبره دوی به همدا راز پر پلټونکو هم فشار راوړي چې په خپلو هڅو کې لا ډیر جدي شي.

د آلمان د کورنیو چارو وزیري د ماشومانو د لوڅو انځورونو او فلمونو د خپریدو بل دلیل د محصلینو او زده کوونکو په چټ ګروپونو کې د دغه راز فلمونو او انځورونو خپرول په ګوته کړل. هغې د بیلګې په توګه د وټس اپ، سنپ چټ او انسټاګرام نومونه یاد کړل.

Symbolbild I Hackerangriff I Kriminalität
انځور: Chris Emil Janflen/imago images

دا په داسې حال کې ده چې په آلمان کې د ۲۰۲۱م کال په ترڅ کې انترنتي یا سایبري جرمونه هم لوړ شوي دي او د ۲۰۲۰م کال په پرتله د دغه راز جرمونو کچه ۲۱،۱ سلنه لوړه شوې ده. په آلمان کې د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې فدرالي ادارې مشر هولګر مونش وویل: «له ۲۰۱۵م کال راهیسې سایبري جرمونه نیږدې دوه برابره لوړ شوي دي.» د مونش په خبره، پولیسو د تیر کال په ترڅ کې ۱۴۶ زره او ۳۶۳ انترنتي جرمونه ثبت کړي دي او زیاتوي چې خلک ګڼ شمیر جرمونه له پولیسو سره نه ثبتوي.

د آلمان امنیتي چارواکو په دغه خبري کنفرانس کې همدا راز وویل چې په ټول آلمان کې د کورونو غلاوې او جرمونه په بې ساري ډول کم شوي دي. د شمیرو له مخې، د تیر کال په ترڅ کې د بیلابیلو جرمونو په تور یو میلیون ۸۹۲ زره او درې مجرمین پیژندل شوي چې له دې ډیرې نیږدې ۷۵ سلنه یې نارینه دي.