1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

د پاکستان تحریک طالبان د لا زیاتو بریدونو ګواښ کړی

۱۴۰۱ بهمن ۲۹, شنبه

پاکستاني طالبانو د قانون نافذوونکو چارواکو پر ضد د لا زیاتو بریدونو ګواښ کړی. دغې افراطي ډلې د جمعې په ورځ په کراچۍ کې د پولیسو پر دفتر ځانمرګی برید کړی و چې دوه پولیس او د یوه رینجر پولس ترڅنګ څلور تنه په کې وژل شوي وو.

https://p.dw.com/p/4NgNw
Pakistan Karatschi | Islamisten stürmen Polizeistation
انځور: AFP

د جمعې په ورځ د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) د کراچۍ پولیسو پر دفتر برید کړی و چې په ترڅ کې یي څلور تنه ووژل شول.

پاکستاني چارواکي: د پاکستاني طالبانو دوه قوماندانان وژل شوي

د طالبانو سره د پاکستان په جنګ کې په عام ډول له پولیسو څخه په لومړۍ کرښه کې کار اخیستل کیږي. پولیس چې ډیري وختونه ترهګر هم په نښه کوي، ورباندې د محکمې پرته د قتل تورونه هم لګول کیږي.

تیره میاشت په پيښور کې د پولیسو په یوه کمپلکس کې دننه جومات باندې یوه ځانمرګي برید کوونکي تر ۸۰ تنو ډیر پولیس ووژل. تر دې پيښې وروسته د پولیسو د ټيټې کچې یو شمیر افسرانو نیوکه کړې وه او ویلي يي وو چې له دوی څخه د پوځ په صفت کار اخیستل کیږي.

پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) نن د شنبې په ورځ په خپره کړې یوه بیانیه کې ویلي دي: «پولیس باید له غلام پوځ سره یوځای، زمونږ سره له جنګ کولو ځان لیري وساتي، که نه نو د پولیس افسرانو پر محفوظو ځایونو به د بریدونو لړۍ جاري وي.»

Pakistan Kommunalwahlen l Polizei steht vor Wahllokal Wache in Karachi
د پاکستاني پولیسوانځور د دویچه ویله له ارشیف څخهانځور: Yousuf Khan/AA/picture alliance

په اعلامیه کې زیاته شوې: «موږ یو ځل بیا امنیتي ادارو ته خبرداری ورکوو چې د جعلي مقابلې په پلمه دې د بې ګناه بندیانو له وژلو ډډه وکړي، که نه نو په راتلونکي کې به لا زیات شدید بریدونه ترسره کړای شي».

د کراچۍ د پولیسو پر دفتر برید څنګه وشو؟

د جمعې په ماښام د ټي ټي پي بریدګر د پولیسو یوې پراخې احاطې ته ننوتل او تر هغې وروسته د بریدګرو او پولیسو ترمنځ څو ساعته د ډزو تبادله وشوه. په دې پيښه کې دوه بریدګر ووژل شول او دریم په ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته انفجار ورکړ.

پولیسو وویل چې په دې برید کې یو رینجر پولیس، دوه پوليس افسران او یو ملکي روغتیايي کارکوونکی وژل شوي وو. 

د پاکستان پولیسو د پيښور د خونړي برید په ارتباط ۲۳ تنه نیولي

په کراچۍ کې د پولیسو په دې کمپلکس یا کمپاونډ کې چې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې وه، په لسګونو اداري دفترونه او د استوګنې کورونه موجود دي چې لسګونه افسران په کې اوسیږي.

د پاکستان تحریک طالبان منع کړای شوې ډلې د دې برید مسئولیت منلی دی. د ټي ټي پي ویاند د فرانسې خبري آژانس ته د واتس آپ له طریقه یوه پيغام کې ویلي: «زمونږ مجاهدینو د کراچۍ پوليسو پر دفتر برید کړی دی.»

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله رسنیو ته وویل چې برید کوونکو د کراچۍ پولیسو پر دفتر تر برید مخکې یو راکيټ فیر کړ او بیا احاطي ته ورننوتل. هغوي د ودانۍ پر بام سنګر جوړ کړی وو.

پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي چې دری واړه بریدګر د کوماندویي پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې له منځه وړل شوي دي او ساحه پاکه کړای شوې ده. زیاته شوې چې یو بریدګر په څلورم پوړ او دوه نور یي په بام کې وژل شوي دي.

له ريښې څخه د ترهګرۍ د ختمولو اراده

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په تویټر کې د دې برید په غندلو سره ویلي: «ترهګرو شاید هیره کړې ده چې پاکستانیان هغه ملت دی چې په خپله میړانه او زړوتیا یي ترهګرۍ ته ستره ماته ورکړې وه.»

شریف وویل چې پاکستان به نه یوازې د ترهګرۍ ريښې وباسي، بلکې ترهګر به د عدالت په کټاره کې تر درولو وروسته په سختې سزا هم رسوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرائس هم دغه برید غندلی دی. نوموړي په یوه بیانیه کې ویلي دي: «د دې ترهګریز برید سره د مقابلې په خاطر امریکا د پاکستان د ولس تر څنګ ولاړه ده. تشدد د حل لاره نه ده او باید په هر حالت کې یې مخه ونیول شي».

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص