1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان هڅه کوي له امريکا سره اړيکي پراخي کړي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۳۰, جمعه

د پاکستان د بهرنيو چارو نوي وزير ويلي دي چې له امريکا سره د پراخو اړيکو غوښتونکی دی. هغه همدا راز روسیې ته د عمران خان د سفر دفاع هم وکړه. واشنګټن ته د سفر پر وخت نوموړي پر طالبانو هم د خپلو ژمنو د عملي کولو غږ وکړ.

https://p.dw.com/p/4BcPG
Pakistan l  Bilawal Bhutto Zardari wurde zum Außenminister ernannt
انځور: Anjum Naveed/AP/picture alliance

د پاکستان د بهرنيو چارو نوي وزير بلاول بوټو زرداري امريکا ته د خپل لومړي سفر په ترڅ کې خبريالانو ته وويل: «له امريکا سره زموږ اړيکي تر ډېره په سيمه کې د جعفرافيايي سياست په رنګ کې رنګ شوي دي او په ځانګړي توګه په افغانستان کې له وضعيت او واقعاتو سره ډېر تړاو لري.»

نوموړي چې د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو له وزير انتوني بلينکن سره یې د چهارشنبې په ورځ کتلي ول، وويل: «موږ غواړو له امريکا سره خپلې اړيکي د يوې معاملې يا راکړې ورکړې څخه پر داسې پراخ بنسټه اړيکو بدلې کړو چې تر ډېره پر تجارت ولاړې وي.»

د پاکستان لومړي وزير شهبار شريف د پخوانۍ صدراعظمې بېنظير بوټو زوی، بلاول بوټو زرداري درې اوونۍ تر مخه د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير په توګه وټاکه. شريف هغه وخت واک ته ورسېد چې عمران خان له پارلمان څخه د باور رایه ترلاسه نه کړه.

د عمران خان د حکومت په دوره کې د پاکستان او امريکا اړيکي يو څه خړې پړې وې. عمران خان تېر کال په افغانستان کې واک ته د طالبانو د  رسېدو هرکلی وکړ او په وروستيو کې یې پر واشنګټن تور پورې کړ چې د نوموړي د حکومت په ړنګولو کې یې لاس درلود. خو امريکا دا تور ردوي.

شنونکي وايي له امريکا دا تمه نه لري چې ګني د پاکستان له نوي حکومت سره دې د اړيکو پراخولو ته ليوال وي خو سره له دې هم دغه هېواد غواړي د امنيت په برخه کې پر همکارۍ، په ځانګړي توګه په افغانستان کې پر ترهګرۍ ضد مبارزې تمرکز وکړي.

«د امريکا او هند اړيکو پاکستان اندېښمن کړی نه دی»

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نېد پرايس د چهار شنبې په ورځ د بوټو زرداري او بلينکن ترمنځ تر خبرو اترو وروسته د يوې اعلامیې په ترڅ کې وویل چې «دواړو د اوږد مهاله او قوي دوه اړخیزو اړيکو هيله» څرګنده کړې ده.

نېد پرايس وويل: «دواړو مشرانو د سيمې پر امنيت، ترهګرۍ پر ضد مبارزې، په افغانستان کې د ثبات او له اوکراين سره پر مرسته خبرې اترې وکړې.

بوټو زرداري په دې ترڅ کې له ميډيا سره د خبرو پر وخت وويل چې دی له ګاونډي هېواد هند سره د امريکا د پراخیدونکو اړيکو په اړه کومه اندېښنه نه لري. هغه زياته کړه: «موږ له امريکا سره د خپلو اړيکو په اړه د عدم تحفظ ښکار نه يو او موږ پر دې باور لرو چې له پاکستان او هند دواړو له پاره دا نړۍ ډېره پراخه ده.»

روسیې ته د عمران خان له سفر څخه دفاع

د پاکستان د بهرنیو چارو وزير روسیې ته د پخواني لومړي وزير عمران له سفر څخه دفاع وکړه.

بوټو زرداري د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې وويل چې دی که څه هم د پخواني لومړي وزير عمران خان له سياست، تګلارې او د هغه د حکومت څخه دفاع نه کوي خو د بهرني سياست په برخه کې په ځانګړي توګه روسیې ته د هغه له سفر څخه دفاع کوي. ځکه د بوټو زرداري په خبره عمران خان نه پوهيده چې د اوکراين او روسیې ترمنځ به شخړه په همدې ورځ شروع شي چې هغه د مسکو پر سفر وي.

Russland Imran Khan in Moskau | Putin
د پاکستان پخوانی لومړی وزير عمران خان او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتینانځور: Mikhail Klimentyev/Sputnik/Getty Images/AFP

هغه وويل: «څوک شپږم حس نه لري او په راتلونکي نه وي خبر، او څوک نه پوهيدل چې شخړه به پر همدې ورځ پېل شي. د داسې يوه معصومانه کار له پاره پاکستان ته جزا ورکول به بدبختي وي.»

د روسیې په تړاو ليک ته د عمران خان غبرګون: «موږ د چا غلامان نه يو»

د روسیې او اوکراين د جګړې په تړاو د پاکستان د دريځ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزير وويل: «په تګلارې کې ستر بدلون نه دی راغلی. موږ د روسیې په ګډون له ټولې نړۍ سره دوستانه اړيکي غواړي او يوه هېواد سره هم دښمني نه غواړي.»

«طالبان دې خپلې ژمنې پوره کړي»

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير وويل چې پاکستان په افغانستان کې د جګړې اغیزې ليدلي دي او له دې کبله هغه غواړي چې شخړې د مذاکراتو له حل شي او امن پر جګړه برلاسی شي.»

نوموړي پر طالب چارواکو ټینګار کړی دی چې له نړيوالو سره پر خپلو ژمنو عمل وکړي او د ښځو د حقونو په ګډون ټول بشري حقونه مراعت کړي. نوموړي پر دې هم ټینګار وکړ چې نړۍ هم بايد د افغانستان په اقتصادي مشکلاتو او بې وزلۍ ځان خبر کړي او له افغانانو سره د بشر دوستۍ پر اساس مرستې وکړي څو افغانان دا احساس پيدا نه کړي چې نړۍ يو ځل بيا دوی يوازې پريښي او په خپله مخه تللي دي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters, DW Urdu)