1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمپاکستان

ځانمرګي بریګر پاکستاني عسکر وژلي دي

۱۴۰۱ مرداد ۱۸, سه‌شنبه

په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د یوه مشر تر وژل کیدو وروسته یوه ځانمرګي بریدګر څو تنه پاکستاني سرتیري وژلي دي.

https://p.dw.com/p/4FJrI
Pakistan Angriff auf eine Polizei-Schule
انځور: Picture-Alliance/AP Photo/A. Butt

د پاکستاني طالبانو د یوه مشر تر وژل کیدو څو ساعته وروسته، یوه انتحاري بریدګر پاکستاني سرتیري په نښه کړي دي. په دې برید کې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

ظاهراً داسې معلومیږي چې دغه دوې پېښې به د اسلام آباد او پاکستاني طالبانو ترمنځ اوربند د ماتې له خطر سره مخامخ کړي.

د پاکستان پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د افغانستان پولې ته نږدې په شمالي وزیرستان کې تیره شپه ناوخته د دغه هیواد د عسکرو یو کاروان په نښه کړای شوی دی.

په تیرو څو میاشتو کې دغه کم ساری ځانمرګی برید د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د پاکستاني طالبانو د یوه لوړپوړي قوماندان تر وژل کېدو څو ساعته وروسته شوی دی.

د پاکستاني طالبانو دغه قوماندان د یکشنبې په ورځ د سړک د غاړې ماین په یوه چاودنه کې ووژل شو.

که څه هم تر اوسه پورې هیڅ کومې ډلې د دې برید مسئولیت نه دی منلی، خو پاکستاني طالبانو مخکې تر دې هم دا ډول بریدونه کړي دي.

په افغانستان کې د حقاني شبکه د اسلام آباد او پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي ترمنځ په روانو مذاکراتو کې د منځګړي رول لوبوي. تصور کیږي چې حقاني شبکه له پاکستاني استخباراتو سره نږدې اړیکې لري.

د طالبانو دغې ډلې د پاکستان استخباراتي سازمان پر خپل قوماندان د حملې په پلانولو تورنه کړې ده.

د رسمي شمیرو له مخې پاکستاني طالبانو په تیرو دوو لسیزو کې لږ تر لږه ۸۰۰۰۰ پاکستانیان وژلي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز