1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یونان پارلمان د پناه غوښتونې پر لا سخت قانون بحث کوي

۱۳۹۸ آبان ۹, پنجشنبه

د یونان پارلمان د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر۳۱مه نیټه) د پناه غوښتونکو په هکله د یوه قانون د تصویبولو په هکله بحثونه کوي چي ویل کیږي د پناه غوښتنې شرایط لا سختوي. د دې قانون پر ضد همدا اوس غږونه پورته سوي.

https://p.dw.com/p/3SG8b
Griechenland Flüchtlinge besteigen Fähre auf Lesbos
انځور: Getty Images/AFP/A. Pazianou

د دې قانون په مسوده کي راغلي چي د پناه غوښتنې پروسه باید گړندۍ سي او رد سوي پناه غوښتونکي دې له ترکیې سره د اروپایي ټولني د مهاجرو د پروگرام د چوکاټ له مخې، لا نور هم ژر بیرته  ترکیې ته واستول سي.

په دې ډول نو باید د دغه قانون د مسودې له مخي د روان کال تر پایه شاوخوا ۲۰ زره پناه غوښتونکي د یونان له ټاپوگانو څخه د هیواد دننه ته انتقال سي. دا په داسې حال کې ده چي د پناه غوښتونکو په هکله تړون کي راغلي چي پناه غوښتونکي باید د خپلې دوسیې په اړه تر پریکړې پورې د یونان د ختیځې آژې په ټاپوگانو کي پاتې سي.

سربیره پر دې د یونان په لیسبوس، ساموس او خیوس کی د مهاجرو د نوم لیکني لومړني مرکزونه په بشپړ ډول ډک سوي. تر هغه وروسته چي په تیرو میاشتو کي له ترکیې څخه د مهاجرو هجوم یو وار بیا خپل اوج ته ورسید ، د مهاجرو له پاره د ملگرو ملتو د ادارې  (UNHCR) په حواله د ختیځي آژې په ټاپو کي په اوس وخت کي څه د پاسه ۳۴ زره پناه غوښتونکي او مهاجر شپې او ورځي تیروي.

G.P/M.J/dpa