1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خپل وطن ته تګ د یوه مهاجر له پاره ستر سرخوږی جوړ کړ

۱۳۹۸ مرداد ۲۵, جمعه

په آلمان کې میشت زیاتره مهاجرین د رخصتیو له پاره خپلو هیوادونو ته سفر کوي. یوه سوریايي مهاجر هم د رخصتیو له پاره سوریې ته سفر کړی وو او د خپلو رخصتیو په هکله یې یو ټویټ وکړ، خو دغه ټویټ ورته ستر سرخوږی جوړ کړ.

https://p.dw.com/p/3O1EA
Deutschland 2018 | "Blaue Karte" für ausländische Fachkräfte | Hymalai Bello & Vasant Karasulli
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann

په آلمان کې میشت سوریايي مهاجر داود نبیل له سوریې څخه آلمان ته پناه راوړې ده او د څو کلونو راهیسې په آلمان کې د مهاجر په توګه ژوند کوي. د رخصتیو د ورځو پرمهال، نبیل د څو ورځو له پاره خپل پلرني ټاټوبي سوریې ته سفر کړی وو او له هغه ځایه یې پر خپله ټویټر پاڼه د خپلو رخصتیو په هکله یو پیغام خپور کړی وو. نوموړي پرخپله ټویټر پاڼه لیکلي وو: «په سوریه کې تر رخصتیو وروسته، دا دي بیرته آلمان ته ګرځم. ډیر ښه وخت مې تیر کړ.»

تر دغه ټویټ څو شیبې وروسته، د مهاجرت او پناه غوښتنې په چارو کې د آلمان فدرالي ادارې یا بامف د نبیل د ټویټ ځواب ورکړی دی. د بامف په دې پیغام کې لیکل شوي وو: «خپل پلرني هیواد ته تګ، په آلمان کې د ورکړل شوې پناه غوښتنې د رد له پاره یو ډیر قوي دلیل کیدلی شي. کله چې د پناه غوښتنې جواز له منځه ولاړ شي، نو شخص ته د مهاجر ورکړل شوې درجه هم له منځه ځي.»

یوازې سوریايي مهاجر داود نبیل نه دی چې په جرمني کې میشت دی او او خپل پلرني ټاټوبي ته سفر کوي. په آلمان کې ګڼ شمیر مهاجرین موجود دي چې دلته یې د پناه غوښتنه کړې او دوی بیا هم خپلو هیوادونو ته ځي او هلته رخصتي تیروي. دوی پر ټولنیزو رسنیو خپل انځورونه خپروي چې له کبله یې بامف هم اړ شوې چې دوی ته دغه راز یو پیغام ولیکي.

خو پوښتنه دا ده چې آیا خپل اصلي هیواد ته په تګ سره د یوه مهاجر د سیاسي پناه غوښتنې وضعیت پای مومي؟ د دویچه ویلو او څلورو نورو آلماني رسنیو له لوري په ګډه جوړه شوې ویبپاڼې انفومیګرانتس یا مهاجر نیوز په دې هکله له بامف سره اړیکې نیولې او هغوی ورته په ځواب کې ویلي چې دا کار امکان لري. بامف په خپل ځواب کې زیاته کړې چې له دې کبله چې د پناه غوښتونکي هره دوسیه په جلا توګه څیړل کیږي، نو له دې په دې برخه کې قاطع ځواب نه شي وړاندې کیدلی.

په آلمان کې د سوریايي نژادې وکیلې نهله عثمان په خبره، په آلمان کې میشت پناه غوښتونکي که چیرته خپل هیواد ته سفر کوي، نو دوی دې پر ټولنیزو رسنیو د خپل سفر په هکله خبرونه او یا انځورونه نه خپروي. له مهاجر نیوز سره په مرکه کې میرمن عثمان همدا راز وویل چې یوازې په ټولنیزو رسنیو باندې خپریدونکي انځونه د یوه شخص د مهاجرت د درجې د لمنځه وړلو له پاره کافي نه دي خو په خبره یې بیا هم دغه څه کیدی شي د یوه ښه ثبوت په توګه په محکمه کې وړاندې کړل شي. نوموړې همدا راز وویل: «که د بامف له چارواکو سره داسې شواهد په لاس کې موجود وي چې یو مهاجر بیرته خپل اصلي هیواد ته تللی، نو دوی په دې صورت کې د دوی د سیاسي پناه غوښتنې د ختمولو پروسه پیلوي او له نوموړي مهاجر څخه خپل هیواد ته د هغه د تګ د دلیل په هکله معلومات ترلاسه کوي.»

په آلمان کې مهاجرینو ته ځکه سیاسي پناه ورکول کیږي، ځکه دوی په خپل پلرني ټاټوبي کې د خوندیتوب احساس نه کوي. خپل اصلي هیواد ته په تګ سره دغه دلیل له منځه ځي چې له کبله یې د یوه مهاجر د مهاجرت درجه هم له منځه تللی شي. د آلمان له پاره بدیل ګوند چې د مهاجرینو سخت مخالف ګوند دی، پر دغه راز پیښو شدید انتقاد کوي چې له کبله د آلمان ادارې هم په دغه راز پیښو کې له خورا پام څخه کار اخلي.

په عین وخت کې نهله عثمان وايي چې که چیرته یو مهاجر د ډیر مجبوریت له کبله خپل پلرني هیواد ته سفر وکړي، نو په دې صورت کې د هغوی سیاسي پناه غوښتنه نه رد کیږي.

زموږ له آرشیف څخه: