1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هالنډ: د پناه غوښتني په اړه راپور وروسته د يوه وزير استعفا

۱۳۹۸ خرداد ۱, چهارشنبه

په هالنډ کي د پناه غوښتونکو د جنايي جرمونو په هکله يوې احصايي د خلکو قهر او غوسه راوپارولې ده. داسي ښکاري چي پر سختو جنايي کړنو پرده اچول سوې وي. اوس په دې اړه يو رپوټ د يوه وزير د ستعفا په بيه تمام سو.

https://p.dw.com/p/3IroA
Niederlande Vize-Justizminister Mark Harbers
انځور: AFP/ANP/B. Maat

د پناه غوښتونکو د جنايي جرمونو په اړه يوه رپوټ د دې سبب سو چي د هالنډ د مهاجرو چارو وزير مارک هاربيرس له خپلي دندې لاسه واخلي.

پر هغه تور لګول کيږي چي د مهاجرو د جنايي جرمونو په اړه احصايو کي يې په قصدي توگه لاس وهنه کړې او هغه يي لږ ښودلي دي.

نوموړي رپوټ د خلکو قهر او غوسه راوپارولې، دا ځکه چي په رپوټ کي کوچني جرمونه لکه غلاوو ته اشاره سوې، خو برعکس د مهاجرو له خوا تر سره سوي لوی جرمونه، لکه جنسي زوروني، قصدي او غير قصدي قتلونه پرته له دې چي يي جزيات وړاندي سي په... (داسي نور) کتګوري کي راوستل سوي دي.

منتقدين پر هاربيرس تور لګوي چي په قصدي ډول يي هڅه کړې چي نوموړي رپوټ ته د خلکو پاملرنه راکمه کړي. ښی اړخه پاپوليست، ګيرت ويلديرس نوموړی وزير په دې تورنوي چي ستر جرمونه يي په اصطلاح تر کمبلي لاندي کړي دي.

په لومړي سر کي د «دې تيلګراف» په نامه ورځپاڼي دغې موضوع ته اشاره وکړه. هاربيرس په پارلمان کي وويل چي هغه د نوموړي وزير د استعفا وړانديز کړی. د هغه په خبره نوموړي وزير ځان بشپړ مسئول بللی چي پارلمان ته يي سم معلومات نه دي ورکړي، خو دا خبره ردوي چي گويا دا کار دې په  قصدي ډول کړی وي.

ويلديرس د هغه استعفا د حل يوازيني سمه لار بولي. د هالنډ صدراعظم مارک روته د هغه استعفا منلې، خو په عين حال کي يي په تويتر کي ليکلي دي چي کابينه يې يو ډير بااستعداده او فعال ليبرال له لاسه ورکوي.

د روته له پاره د نوموړي وزير استعفا، د يکشنبې په ورځ پلان سوو اروپايي انتخاباتو له پاره يوه سخته ضربه ده، دا ځکه چي هغه بايد په هيواد کي د هغو خارجيانو ضد ښی اړخه پاپوليستانو له خوا فشارونه پر ځان ومني چي په دغو انتخاباتو کي د رايو د ګټلو هيله لري.

دوې مياشتي مخکي لا دغه ښی اړخه ګوند چي په ۲۰۱۶م کال کي يي بڼسټ ايښودل سوی، د دغه هيواد په سنا کي په يوه  قوت باندي اوښتی دی.

(G.P/N.Z(ap,afp