1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايران کې څومره افغانان ژوند کوي؟

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۱, شنبه

د ۱۳۹۵کال په سرشميرنه کې په ايران کې د افغان مهاجرو مجموعي شمير د يو ميليون او۵۸۰ زره په شاوخوا کې وو. خو چارواکي ولي دغه شمېر لوړ ښيي؟

https://p.dw.com/p/3ILb9
Afghanische Flüchtlinge aus dem Iran abgeschoben
انځور: Tanha

د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال عباس عراقچي د چهارشنبې ورځې په ماښام (۲۰۱۹م کال د می ۸مه) د ايران د ۲ تلويزيون سره په مرکه کې وويل: «حاضردمه په ايران کې تر درې ميليونو ډير افغانان ژوند کوي.»

د سرشميرنې ارقام

د دغې موضوع د څیړنې له پاره مو تر هڅه د مخه هغو رسمي آمارو ته مراجعه وکړه چې د ايران د آمارو مرکز له خو د سرشميرنو په پايله کې ترلاسه شوي دي.

په ايران کې د وروستۍ سر شميرنې پر اساس د افغان مهاجرو شمير په ۱۳۹۵کال کې په دقيقه توګه يو ميليون او ۵۸۳ زره او ۹۷۹ تنه وو. دغه رقم په ايران کې د ټولو بهرنيو اتباعو شاوخوا ۹۷ سلنه برخه او نژدې د هغه عدد نيمايي ده چې د عراقچي له خوا اعلان شوی دی.

په دغې سرشميرنه کې ۱۰۵ زره او ۶۰ داسې کسان هم شته چې خپل تابعيت یې نه دی ښودلی. د ۱۳۹۰کال په سرشميرنه کې په ايران کې د افغان مهاجرو شمير يو ميليون او ۴۵۲ زره او ۵۱۳ تنه وو او د ۱۳۸۵کال کې بیا یو ميليون او ۲۰۶ زره او ۱۰۷ تنه اعلان شوی دی.

د ايراني چارواکو له خوا اعلان شوي ارقام

له دې ټولو سره سره، خو د ايران چارواکي له کلونو راهيسي وايي چې په ايران کې د دوه نيم تر درو ميليونو پورې افغانان ژوند کوي. د بيلګې په توګه کولای شو په ۱۳۹۴کال د ايران د کورنيو چارو وزير عبدالرضا رحماني خبرو ته اشارو وکړو چې د پارلمان استازو د يوې پوښتنې په ځواب کې کړې وه: «په ايران کې دوه نيم ميليونه افغانان ميشت دي. يو ميليون يې هغه مهاجر دي چې اقامې لري چې د يو لړ محدوديتونو او مراقبتونو په نظر کې نيولې او د ايران د قوانينو له مخې زموږ په هيواد کې ژوند کوي. شاوخوا ۴۵۰ زرو يې پاسپورتونه ترلاسه کړي چې زموږ هيواد ته يې راتگ قانوني دي، خو متاسفانه د دغو افغانو له ډلې څخه يو ميليون يې په غيرقانوني توګه زموږ په هيواد کې حضور لري.»

همدا ډول د ايران د بهرنيو چارو وزارت د مهاجرو او بهرنيو اتباعو عمومي مدير سيد تقي قائمي په ۱۳۸۹کال کې ويلي ول: «په ايران کې شاوخوا يو ميليون قانوني مهاجر او شاوخوا دوه ميليونه غير قانوني مهاجر ژوند کوي، نړيوالې مرستې هم يوازې په هغو لږ شمير کسانو پورې اړوند شوي چې په کمپونو کې اوسيږي.»

بهرني او نړيوال آمار

موږ د دغو امارو د رښتنوالي په موخه د نړيوالو رپوټونو معلوماتو او د افغان سرچينو اړوند رپوټونو ته مراجعه او له هغو سره مو مطابقت ورکړ.

يو رپوت چې د ۱۳۹۵کال په غبرګولې مياشت کې په دويچه ويله کې خپور شوی پکې د «افغانستان د کډوالو وزارت» له قوله په ټوله نړۍ کې د افغان مهاجرو شمير ۷ ميليونه او په ايران کې دوه ميليونه او ۴۰۰ زره ښودل شوی دی.

دغه عدد هغو آمارو ته نژدې دی چې په ۲۰۱۳م کال، د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان د مهاجرت په پروفايل کې خپور شوی وو. په دغه رپوټ کې ويل شوي ول چې ايران د ۲ ميليون او ۲۹۹ زره او ۶۷۶ تنه افغان مهاجر په لرلو تر پاکستان وروسته د افغان مهاجرو له پاره دوهم د مقصد هيواد دی.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کلونو کې د افغان مهاجرو د بيرته ستنيدو بهير هم چټک شوی دی. د مهاجرت نړيوالې ادارې په يوه رپوت کې ويلي دي چې په ۲۰۱۸م کال کې له ايران څخه څه باندې ۷۷۳ زره غير قانوني مهاجر بيرته افغانستان ته ستانه شوي دي. دغه ارقام په ۲۰۱۷م کال کې شاوخوا ۶۱۰ زره او په ۲۰۱۶م کې څه باندې ۴۴۳ زره وو.

په ايران کې د کاسبو افغانانو شمير

د ايران د بهرنيو چارو وزير سلاکار عباس عراقچي د چهار شنبې په ورځ د ايران ۲ تلويزيون سره په خبرو کې وويل: (افغان اتباع) د ځینو اټکلونو له مخې څه باندې دوه ميليونه کسبي فرصتونه په اختيار کې لري او داسې اټکل کيږي چې هر کال زموږ له هيواده تر څلور ميليارده يورو پورې خارجيږي.»

د ايران د مرستې، کار او ټولنيزې رفاه وزارت د ۱۳۹۵کال سرشميرې د نتايجو پر اساس «د ځانګړتياو څيړنې او د بهرنيو اتباعو د فعاليتونو وضعيت» تر نامه لاندې يو مفصل رپوټ خپور کړ.

د دغه رپوټ پر اساس، د ټولو خارجي اتباعو رسمي شمير يو ميليون او ۶۵۴ زره او ۳۸۸ محاسبه شوی دی. له دغې ډلې څخه شاوخوا ۹۶ سلنه يې (په دقيقه توګه يو ميلیون او ۵۸۳ زره او ۹۷۹ تنه) افغان مهاجر تشکيلوي.

د ټولو بهرنيو اتباعو د کار سن (۱۰ کاله او له دې ډير) يو ميليون او ۲۷۳ زرو او ۲۱۱ تنه اعلان شوی دی چې له دې ډلې ۵۶۰ زره يې د فعالو اتباعو (کار له پاره چمتو)په ډله کې شميرل کيږي. له ۷۰۴ زره څخه ډير کسان په غير فعال اتباعو کې شامل دي چې دوی په څلورو ډلو «محصلين»، «فاميل درلودونکي»، بې عايده کسان او پاتې «نورې» ډلې دي.

د ايران د آمارو مرکز د اټکل له مخې، په ۱۳۹۵ کال کې په ايران کې د ټولو بهرنيو کارګرانو شمير ۵۳۸ زره او ۶۴۶ ښودل شوی وو چې دا د ټول هيواد د مجموعي کسبيانو  ۱۹/ ۰ سلنه برخه ده.

په دې حساب د ټولو رسمي خارجي اتباعو څخه يو ميلیون او ۱۱۵ زره کسان يې د کسب نه درلودونکي دي که د افغان مهاجرو نسبت يې محاسبه کړل شي، نو په قاطعيت سره ويلی شو چې په ايران کې له يو ميليون څخه ډير افغان مهاجر کسب نه لري.

له دې سره سره په ايران کې د افغان مهاجرو شمير د سرشميرنې له آمارو لوړ دی. د معتبرو داخلي او خارجي سرچينو په حواله، د افغان مهاجرو شمیر د ۲ ميليونو او ۳۰۰ زرو تر ۲ ميليون او ۵۰۰ زره کسانو پورې دی. د دغه عدد او د سرشمیرنې په عدد کې اختلاف د ۶۰۰ زره او ۹۰۰ زره کسانو تر منځ دی. دا يا غيرقانوني مهاجر يا هغه کسان دي چې د سرشمیرنې په آمارو کې يې ځای نيولی دی.

حتی که فرض کړل شي چې ټول دغه کسان دې هم د ايران په غير رسمي بازار کې په کارونو بوخت او فعاليت ولري، په هغه صورت کې هم کسبي کسانو شمير تر يونيم ميليون کسانو نه ډیريږي.

که بيا هم داسې فرض کړو چې له دغو کسانو څخه هر يو يې په مياشت کې لږ تر لږه په ۹۷م کال د يوه کارګر د مزد په اندازه پیسې په افغانستان کې خپلو کورنيو ته استولي وي، نو په يو کال کې ۱۴ ميليونه تومن له ايرانه بهر استول شوي دي. دغه عدد که په يورو حتی لس زره تومنه هم حساب کړو، نو هر افغان کارګر په کال کې ۱۴۰۰ يورو خپلې کورنۍ ته استولي دي. یعنې که د امکان تر حده د تر ټولو لوړ اټکل په صورت کې هم هغه پیسې چې له ايران څخه بهر ته وځي د بازار د نرخ له مخې په يوه کال کې له ۲ ميليارده يورو څخه نه زياتيږي.

د افغانستان د نفوس په اړه چې کوم آمار د معتبرو سازمانونو او مسئولو چارواکو له خوا ايران ته ورکړل شوي، له يو بله متفاوت دي.

۱ – د ۱۳۹۵ کال په سرشميرنه کې د افغان مهاجرو شمير یو ميلیون او ۵۸۳ زره اعلان شوی دی.

۲ – د ایران د کورنيو چارو وزير د ۱۳۹۴کال په لمړيو کې د افغانا مهاجرو شمیر دوه نيم ميليونه اعلان کړ چې له هغې ډلې يو ميليون يې غيرقانوني مهاجر ول.

۳ – د ایران د کورنيو چارو وزارت د مهاجرو او بهرنيو اتباعو د ادارې پخواني مشر په ۱۳۸۹ کال کې ويلي وو چې په ايران کې شاوخوا يو ميلیون قانوني مهاجر او شاوخوا دوه ميليونه غیرقانونی مهاجر ژوند کوي. د آمارو مرکز يو کال وروسته د ۱۳۹۰کال په سرشميرنه کې د افغان مهاجرو شمیر شاوخوا يو ميليون او ۴۰۰ زره کسان اعلان کړ.

۴ – د افغانستان د کډوالو وزرات په ۱۳۹۵کال کې په ايران کې د ميشتو مهاجرو شمير ۲ ميليون او ۴۰۰ زره کسان اعلان کړ.

۵ – د ملګرو ملتونو سازمان په ویب پاڼه کې د افغان مهاجرو د خپرو شوو ارقامو پر اساس، په ۲۰۱۳م کال په ايران کې شاوخوا ۲ ميليون او ۳۰۰ زره افغان مهاجر ميشت ول.

په اصولي توګه د سرشميرنې آمار بايد په دې برخه کې تر ټولو دقيق آمار وي، خو د آمارو له مرکز څخه د غيرقانوني مهاجرو د تيښتو لوړ احتمال ته په کتو، په دغو آمارو کې هم د تيروتنې احتمال شته.

له بل لوري که څه هم د دواړو سرچنيو له خوا علان شوي امار يو له بل سره برابر نه دي، خو په اکثرو کې يې د افغان مهاجرو شمیر تر دوه نيم ميليونو لږ ښودل شوي دي.

له بل لوري داسې معتبر رپوټونه هم شته چې ښيي افغانستان ته د غیرقانوني مهاجرو د بيرته ستنيدو بهير چټک شوی دی، خو ايران ته د غیرقانوني مهاجرو د داخليدو په اړه هيڅ ‌ آمار او رپوټ نه شته.

په سيمه کې د امنيتي او سياسي وضعيت په ارزولو او همدا ډول په وروستيو کلونو کې د ايران اقتصادي وضعيت ته په کتو، ښايي داسې نيتجه ترلاسه شي چې اوس ايران ته د غيرقانوني مهاجرتونو علاقمندي تر ډيره کمه شوې او يا لږ تر لږه زیاتوالی په کې نه دی راغلی. په دې حساب کيدای شي ووايو چې د تيرو څلور پنځو کلونو په پرتله د غيرقانوني مهاجر شمير تغير نه دی کړی اما د قانوني مهاجرو شمير يو څه لوړ شوی دی.

په دې حساب که په ايران کې د افغان مهاجرو شمير د ملګرو ملتونو سازمان د آمارو، د افغانستان د کډوالو وزارت د آمارو او د ايران د کورنيو چارو وزارت آمارو تر منځ فرض کړل شي، نو په ايران کې به د ټولو افغان مهاجرو شمیر د ۲ ميليون او ۳۰۰ زرو تر ۲ ميليونه او ۵۰۰ زرو کسانو پور وي.

دغه عدد له هغه عدد سره چې د عباس عراقچي له خوا د وړاندې شوی د ۵۰۰ زره تر ۸۰۰ زره کسانو پورې اختلاف لري. په دې معنی چې وړاندې کړل شوي آمار، د رسمي او معتبرو اټکلونو د ۲۰ تر ۳۰ سلنې ترمنځ زيات دي.

په دې سره دغه کتنه د عراقچي د خبرو هغه ادعا چې ويلي دي: ««حاضردمه په ايران کې تر درې ميليونو ډير افغانان ژوند کوي.» ناسم ارزوي.

همدا ډول د غيررسمي آمارو پر اساس، په ايران کې د ټولو بهرنيو ګارګرو اتباعو شمير شاوخوا ۵۶۰ زره دی. يعنې د رسمي آمارو پر اساس او په ايران کې د کار د اصلي تعريف له مخې يو ميليون افغان مهاجر په دغه هيواد کې کار نه لري.

په دې حساب که حتی ټول غير قانوني مهاجر او هغه چې په سرشميرنه کې نه دي نيول شوي، هم د کارګرو په توګه په نظر کې ونيول شي، بيا هم د ۲ ميليونو کسانو عدد ته نه شو رسيدلی. حتی که په ډيره خوشبينانه ټوګه هم قضاوت وشي، بيا هم په ايران کې د کارګرو او عاید لرونکو افغانانو شمیر به تر يونيم ميليون کښته وي.

د دا ډول يو خوشبينانه اټکل په شتون کې که داسې فرض کړل شي چې له دغو کسانو څخه هر يو ېې لږ تر لږه د يو کارګر د ورځني مزد په اندازه پیسې افغانستان کې خپلې کورنۍ ته واستوي، بیا هم له ايران څخه د وتلو پيسو اندازه به د هر کارګر پر سر په کال کې له ۱۴ ميليون تومن څخه لږ وي چې په دې صورت کې هم د یو نيم ميليون کارګرو پیسې به له ۲۱ زره ميليارد تومنو څخه ډيرې نه وي.

دغه اندازه ايرانۍ پيسې به د يو ميليارد او ۲۰۰ ميليونو يورو معادل وي. حتی د تيرکال د پیسو په تر ټولو ښه نرخ کې هم دغه پیسې څه باندې ۲ ميليارده يورو ته نه رسيږي.

دا هغه ارقام دي چې په تر ټولو ښه او د امکان تر حده خوشبينانه وضعيت له مخې اټکل شوی، خو بیا هم د عباس عراقچي له خوا د وړاندې شوي عدد سره د پام وړ توپیر لري.

د دا ډول يوې محاسبې له مخې د ايران د بهرنيو چارو وزير د مرستيال دغه خبره چې «په ايران کې افغان مهاجر دوه ميليونه کاري فرصتونه لري او په کال کې تر څلور ميليارده يورو زموږ له هيواده خارجيږي» په قاطعي توګه ناسمې او د آمارو د معتبرو اټکلو له محاسبې سره په مغايرت کې قرار لري.

دويچه ويله فارسي