1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بی د پناه له حقه، آلمان ته د قانوني مهاجرت پروګرام

۱۳۹۸ اردیبهشت ۹, دوشنبه

آلمان د خپل مهاجرتي سیاست په برخه کې په مخ پر ډیریدونکي ډول پر بشري مرستو باندې تکیه کوي. خو په آلمان کې د مهاجرو د بيا ځای پرځای کولو پروګرام په دریو شرطونو پورې تړلې دی.

https://p.dw.com/p/3Ha3y
Deutschland Flüchtlinge in Niedersachsen
انځور: picture-alliance/dpa/S. Pförtner

په تیرو پنځو کلونو کې په دوامداره توګه آلمان ته هغه پناه غوښتونکي راغلي دي چې د «بيا ځای پرځای کولو» پروګرام په اساس منل کیږي. دغه پناه غوښتونکي حفاظت ته اړتیا لري چې له بحراني هیوادونو څخه په مستقيم ډول په آلمان کې میشت او ځای پر ځای کیږي. دغه مهاجر د اقامې اجازه ترلاسه کوي، خو د پناه د تر لاسه کولو غوښتنه نه شي کولی.

د مهاجرو د منلو له پاره دغه بشردوستانه پروګرام، د آلمان حکومت د مهاجرت په سیاست کې د بدلون د راتلو نتیجه ده.

په مصر کې د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیسارۍ کارکونکی نوبرت تروسین، د دې موضوع په تائيدولو سره وویل: «آلمان په دې وروستیو کلونو کې د خپل مهاجرتي سیاست په برخه کې پرمختګ کړی دی او اوس په دې برخه کې په اروپایي اتحادیه او همدارنګه په نړیواله کچه مخکې شوی دی.»

د مهاجرت په سیاست کې د دې بدلون دليل آلمان ته په ډیر لوړ شمیر کې د پناه غوښتونکو راتګ او همدارنګه د ۲۰۱۷ م کال په سپټمبر میاشت کې د اروپایي اتحادیي د کمیسیون غوښتنه وه. بروکسل له غړو هیوادونو څخه وغوښتل چې په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ م کلونو کې دې د ټولې اروپا په کچه لږ تر لږه ۵۰ زره مهاجر د «بيا میشتولو» پروګرام په چوکاټ کې ومني.

د بيا يا دوباره ځای پرځای کولو پروګرام درې مخ شرطونه لري. لومړی: هغه یوازې د هغو مهاجرو له پاره دی چې نه هم خپل اصلي هیواد ته ستنیدی شي او نه هم هغه هیواد ته چې ورتښتیدلي دي په کې خپل ژوند تنظيمولی شي.

دویم: د حفاظت له پاره بايد ځانګړې اړتیا موجوده وي، په دې معنی چې مهاجر باید په داسې یو وضعیت کې نه وي چې پخپله وشي کولی اروپا ته راشي.

دریم: هغه مهاجر چې د دوباره ځای پرځای کونې پروګرام له طریقه آلمان ته راځي، په آلمان کې د پناهندګۍ غوښتنلیک د وړاندې کولو حق نه لري، بلکې دوی په لومړي سر کې د دریو کلونو له پاره محدوده اقامه او د کار اجازه ترلاسه کوي، چې وروسته کیدای شي بیا دغه اقامه تمديده شي.

«د غیر قانوني مهاجرت کمول»

برلين دې پروګرام ته مثبت ځواب ويلی دی. د آلمان حکومت اروپایي کمیسیون ته ویلي دي چې حفاظت ته د اړو مهاجرو د مشخص شمیر ټاکل کیدو په چوکاټ کې، د دوو کلونو ( ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ م) له پاره په مجموع کې ۱۰۲۰۰ مهاجر مني.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویاند ستیفه التر، په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «د بياځلې ځای پرځای کونې پروګرام، د مهاجرت د سیاست په برخه کې د مناسب چلند له پاره مهم بنسټ تشکيلوي.»

التر زیاته کړه: «هدف دا دی چې د انساني قاچاقبرانو د تجارت ماډل له منځه یوړل شي، غیر قانوني مهاجرت کم شي او په عین وخت کې په ځانګړي توګه حفاظت ته د اړتیا لرونکو کسانو له پاره، آلمان ته د راتګ قانوني لاره خلاصه شي.» نوموړي ټينګار وکړ چې په دې ارتباط په آلمان کې د پناهندګۍ حق «په خپل ځای باقي پاتې کیږي.»

په بین المللي کچه د آلمان ستاینه

د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې، چې د مهاجرو د منلو د دغه پروګرام همغږي کوي د څرګندونو له مخې: «هغه تجربې چې په دې برخه کې تر اوسه پورې شوي دي، تر ټولو په لومړي قدم کې په نړیواله کچه د آلمان د ستایل کیدو په دليل، مثبت ارزول شوی دي.» نوموړي ادارې زیاته کړې ده چې سربیره پر دې د مهاجرت له دې سیاست سره، له بحراني او جګړه ځپلو هیوادونو څخه د ګاونډیو هیوادونو پر اوږو د مهاجرو د راتګ بوج کمیږي.

د آلمان د کلیساو د ټولنې مرستندویه سازمان (کاریتاس) ټینګار کړی دی چې د دوباره ځای پرځای کونې پروګرام ته نه باید د مهاجرت له سیاست سره ارتباط ورکړل شي. د دوباره ځای پرځای کونې له پاره د دې ټولنې مسئولې میرمن وانسا زندر، وویل: «د دوباره ځای پرځای کونې پروګرام او نور د قانوني منل کیدو پروګرامونه، په هیڅ صورت باید پر پناهندګۍ د فردي حق ځای ونه نيسي او یا هغه له خطر سره مخامخ کړي.»  

  Prange, Astrid/ ش. ن/ ن. ص