1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوه مهاجر د پاریس په بریدونو کي لاس درلود

آژانسونه۱۳۹۴ آبان ۲۵, دوشنبه

د شنبې او یکشنبې په ورځو لا یوازي گومان او شک موجودؤ،خو اوس هغه ثابته ده: د پاریس یو بریدکونکی د مهاجر په توگه اروپايي ټولني ته راغلی دی. خو دعدلیې وزیر هایکو ماس دمخکي له مخکي قضاوت څخه خبرداری ورکوی.

https://p.dw.com/p/1H6lQ
انځور: picture-alliance/dpa/Kyodo

ویل کیږي ، چي د پاریس دبریدونو ترهگري عملیاتو یو کس د سوريې څخه اروپا د مهاجر په توگه راغلی وي. د پاریس د لويي څارنوالۍ د معلوماتو له مخي د یوه ځانمرگي بریدکونکی د گوتي نښانونه د هغه چا سره یودي، چی راجستر سوی او د سوريايي پاسپورټ په لرلو سره یونان ته رامهاجر سوی ؤ.

دغه شکمن سوريايي مهاجر د پاریس دفوټبال ستوډیم «ستاد دِ فرانس»یو ځانمرگی بریدکونکی ؤ ،چي په نژدې کي ورسره د احمد ال مُحمد په نوم پاسپورټ پیدا سوی دی . هغه په ۱۹۹۰ م کال کي د سوريې په ایدلیب کي زیږیدلی دی ، او د سږکال په اکتوبر میاشت کي په یونان کی راجستر سوی دی.

دگوتو عین نښانونه

د پاریس څارنوالۍ ویلي دي ، چي د پاسپورټ صحت لا باید تصدیق سي. که څه هم دا لا معلومه نه ده، چي ایا پاسپورټ خو به د بریدکونکي له خوا غلا سوی او یاتقلب سوی نه وي، خو د ځانمرگی بریدکونکي د گوتي نښانونه د هغه کس سره یو شی دي ، کوم چي د مهاجر په توگه یونان ته راغلی او راجستر سوی ؤ.

د یونان حکومت په دې منځ کي ددغه سړي عکس نشر کړی دی .هغه د د اکتوبر پر دریمه د یونان د لیروس په جزیره کي راجستر سوی دی. وروسته صربستان ته تللی ، او ددغه هیواد د کورنیو چارو د وزارت په حواله یې هلته پناه ورکړې ده.

د کروشیا څخه اطریش ته

د کروشیايي چارواکوپه حواله وروسته هغه د اکتوبر پر اتمه د صربستان د سرحد سره یوه کمپ ته راغلی دی او دهغه ځای څخه هنگري او بلاخره اطریش ته رسیدلی دی . خو د اطریش د کورنیو چارو وزارت دایوازي اوازې بولي ، چی گواکي هغه به اطریش ته راغلی وي.

Frankreich Terror in Paris Stade de France
هغه ستوديم ، چي د پاریس د ترهگري حملو په جریان کي د المان او فرانسې د ملي ټیمونو تر منځ پکښی مساسقه روانه وهانځور: Imago/PanoramiC

په همدې حال کي د جرمني د عدلیې وزیر هایکو ماس په یوه الماني ټلویزون کي له دې څخه خبرداری کړی دی ، چی د پاریس یو بریدکونکی دي د سوريې څخه راغلی وي.«دا امکان لري یو تقلبي پاسپورټ وي . موږ د اسلامی دولت-ISډلي څخه پوهیږو، چي غواړي قصدأدغه ډول شواهد پریږدی ،تر څو په اروپا کي د مهاجرينو موضوع نوره هم سیاسي او تنده کړي .» ځکه نو ددغه ډول موضوع گانو په ارزونه کي باید له ډیر احتیاط څخه کار واخیستل سي.

ماس ټینگار کړی دی ، چي «داسي هیڅ ډول شواهد وجود نه لري ، چي د مهاجرو او ترهگرۍ تر منځ دي ارتباط موجود وي . «او شاید صرف یو وي : یعني داچي مهاجر د عین هغو خلکو له لاسه د سوريې څخه راتښتیدلي دي ، کوم چي د پاریس دحملو مسؤلیت هم پر غاړه لري. ځکه نودا کاملأ بې مسؤلیتي ده ، چي بیله کوم سند څخه دغه ډول ارتباط رامنځ ته سي.»

ددفاع وزیره هم دعام شک کولو مخالفه ده

ددفاع وزیرې اورزولا فون دیر لاین هم له یوې المانی ورځپاڼي سره په مرکه کي له دې څخه خبرداری ورکړی دی، چي د پاریس تر حملو وروسته ټوله مهاجر په عمومی ډول تر شک لاندي ونیول سي. د هغې په خبره«موږ اوس باید دا اشتباه ونه کړو، چي کډوال د ترهگرانو سره یو وبولو. »

دا زیاتوی ، چي «په سل هاوو زرو نارینه وو، ښځو او کوچنیانو خپل هیوادونه پرې ایښي دي ، تر څو په دقیق ډول ددغسو وحشیگریو څخه راوتښتي ، لکه څنگه چي موږ د جمعې په ورځ په پاریس کي ولیدل. خو هغه څه ته چي موږ عاجل ضرورت لرو، دادي چي په سرحدونو کي نظم رامنځ ته کړو . خصوصأ د اروپايي ټولنی په دباندنیو سرحدونو کي.»

د پاریس تر بریدونو وروسته په جرمني کي د کډوالو د سیاست پر تگلاره باندي تاوده بحثونه رامنځ ته سول. د نورو تر څنگ د بایرن د ایالت د مالیې وزیر مارکوس زویدر وویل، چي «پاریس هر څه ته بدلون ورکړ».

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل