1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غواړم په آلمان کې پاتې شم - باید څه وکړم؟

۱۳۹۴ مهر ۱۰, جمعه

په آلمان کې پناه غوښتل یو اوږد او مغلق بهیر دی. څرنګه په آلمان کې پناه غوښتلای شئ، کوم حقوق لرئ، شرایط مو څرنګه بدلیږي، تر قبلیدو مخکې او وروسته باید څه وکړئ؟ د دې مقالې ليکونکي په دې اړه معلومات راټول کړي.

https://p.dw.com/p/1GeH6
انځور: Fotolia

په آلمان کې زما رسمي حالت څرنګه معلومیدای شي؟

دا چې تاسو د اوږدې مودې له پاره په آلمان کې پاتېدای شئ او که نه، ستاسو د پناه د غوښتنلیک په پایلو پوري اړه لري. د پناه غوښتنې بهیر د پیلولو له پاره تر ټولو لومړی اقدام په یوه مرکز کې د ځان ثبتول دي. تر هغه وروسته بیا تاسو کولای شئ چې سياسي پناه وغواړئ. هر څوک د پناه غوښتني حق لري. تاسو کولای شئ خپل غوښتنلیک د کډوالو له پاره د آلمان د فدرالې ادارې په ځایي دفتر کې تسلیم کړئ.

تر دې وروسته له تاسو سره د دغې ادارې د کارکوونکو له خوا مخامخ خبري یا مصاحبه کیږي چې په ترڅ کې یې باید تاسو دا موضوع روښانه کړئ چې ولې مو خپل هیواد پریښی دی او دا چې ولې بیرته هلته تلای نه شئ. ستاسو خبرې په لیکلې بڼه ثبتیږي. هغو کسانو ته چې په آلماني ژبه خبرې نه شي کولای، یو ژباړونکی د مرسته کولو له پاره ګومارل کیږي.

تاسو د آلمان د کډوالو له پاره د آلمان د فدرالې ادارې د دفترونو موقعیت په اړه معلومات دلته موندلی شئ.

دلته تاسو د مصاحبې او پریکړې بهیر په اړه معلومات ترلاسه کولای شئ.

د مصاحبې په اړه نور معلومات.

له عراق، سوریې او ایریتیریا څخه د رسیدونکو کډوالو له پاره د ګړندي بهیر په اړه ځانګړي معلومات.

دا هر څه څومره وخت نیسي؟

د هغو کسانو له پاره چې له سوریې، عراق او ایریتیریا څخه آلمان ته رسیدلي وي د پناه غوښتنې یو ګړندی بهیر موجود دی. د دې له پاره باید پناه غوښتنونکي ځانګړو پوښتنو ته ځواب ورکړي. د دغو هیوادو د وګړو غوښتنلیک له دوو څخه تر اتو میاشتو پوري له رسمي مرجعو څخه تیریږي.

خو د نورو هیوادونو لکه افغانستان د وګړو د پناه غوښتنلیک بیا دوه کاله یا تر هغه هم ډیر وخت نیسي. د هر پناه غوښتونکي دوسیه یو ځانګړي کس څیړي نو له همدې کبله د دې امکان شته چې د یوې کورنۍ د څو تنو غړو غوښتنلیکونه په یوه وخت کې و نه څیړل شي.

د پناه غوښتنې بهیر د ګړندي کولو محدود امکانات شته. هغه کسان چې تر اتلس کلنی ته لا نه وي رسېدلي، کولای شي چې د ګړندي بهیر غوښتنه وکړي. د لوړ عمر لرونکي کسان کولای شي پر دولت باندې د اقدام نه کولو دعوا وکړي، خو د دې کار کولو له پاره باید د کډوالو وکیل ته پخپله پناه غوښتونکی ډیري پیسې ورکړي.

اوس زما رسمي حالت څه دی؟

هغه کسان چې په مصاحبه کې دا ثابته کړای شي چې په خپل هیواد کې ورسره د سیاسي، مذهبي او یا هم قومي دلایلو له کبله تبعیضي چلن کیږي، او یا هغه کسان چې ثابته کړي چې په هیواد کې یې د جګړې له کبله ژوند په خطر کي دی، نو په آلمان کې د پاتېدو د موقتې اجازې ترلاسه کولو ډیر چانس لري.

دا چې تاسو ته له قانوني لحاظه کوم حالت درکول کیږي په دې پورې اړه لري چې تاسو آلمان ته څرنګه رسیدلي یاست.

که یو کس آلمان ته د هوا او یا هم اوبو له لاري او په یوه بل اروپايی هیواد کې له ثبتیدو پرته رسیدلی وي، نو په آلمان کې د موقتي اوسیدو اجازه ترلاسه کولو په معنی ده چې هغه په دغه هیواد کې د پناه اخیستلو شرایط پوره کوي.

که یو کس د یوه بل اروپايي هیواد لکه یونان له لارې آلمان ته راغلی وي، نو هغه کیدای شي چې «یو کډوال وپیژندل شي». خو په ډیرو داسې مواردو کې دغه کس هغه اروپایي هیواد ته استول کیږي چې لومړی پکې ثبت شوی دی. دغه بهیر د «دوبلین قانون» له مخې تنظیمیږي.

بله ډله کسان چې په آلمان کې د موقتي پاتې کیدو اجازه ترلاسه کوي، هغه دي چې د ځانګړو لاملونو له کبله بیرته خپل هیواد ته نه شي استول کیدای. په دغو لاملونو کې روغتیایي ستونزې هم شاملې دي. د بیلګې په توګه که یو کس د شکر مرض ولري او په خپله هیواد کې یې د درملنې امکانات نه وي کیدای شي چې په آلمان کې پاتې شي. هر وخت چې دغه ناروغي له منځه ولاړه، نو دغه کس بیرته خپل هیواد ته استول کیږي.

دا چې څوک په آلمان کې د پناه مستحق دي، په اړه یې معلومات دلته ولولئ.

د دوبلین قانون په اړه معلومات دلته ولولئ.

زه کوم حقونه لرم؟

که تاسو د یوه کډوال په توګه وپیژندل شئ او یا دا چې د پناه غوښتنې شرایط پوره کړئ، نو تاسو ته په آلمان کې د لږ تر لږه درو کلونو پاتېدو اجازه درکول کیږي. هغه کسان چې د روغتیایي او یا هم نورو ستونزو له کبله په آلمان کې پاتيږي، باید د یوه کال په جریان کې یې دوسیه وڅیړل شي. کډوالو ته تر درو کلونو ورسته په آلمان کې د پاتېدو دایمې اجازه ورکول کیږي. هغه کسان چې د بیلابیلو لاملونو له کبله بیرته خپل هیواد ته نه شي استول کیدای باید اووه کاله انتظار وباسي ترڅو د آلمان د اوسیدو دایمي اجازه ترلاسه کړی.

څوک په آلمان کې اسناد ترلاسه کولی شي؟

هغه کسان چې په اصطیلاح له «امنو هیوادونو» څخه آلمان ته راځي، په دې هیواد کې د اسنادو ترلاسه کولو کم امکانات لري. د دغو هیوادونو نوملړ وخت نا وخت بدلیږي. په دې لړ کي د لوېديځ بالکان ټول هيوادونه راځي. پر سربستان، مکدونيا او بوسنيا سر بيره د ۲۰۱۵م کال د نومبر مياشتي له لومړۍ نېټې څخه کروشيا، البانيا او مونتينيگرو هم په هغو هيوادونو کي راځي چي په اصطلاح امن هيوادونه بلل کيږي. هغه کسان چې د اقتصادي لاملونو له کبله په آلمان کې پناه غواړي، هم ډیر وخت نه منل کیږي. که د یوه پناه غوښتونکي درخواست رد شي، نو هغه ته په آلماني ژبه یو لیک استول کیږي. ډیر وخت دغه لیک د پناه غوښتونکي په اصلي ژبه هم لیکل کیږي. په دې لیک کې پناه غوښتونکې ته هغه نیټه هم مشخصیږي چې باید آلمان پریږدي.

د امنیو هیوادونو نوملړ دلته ووینئ.

که د یوه کس د پناه غوښتنلیک رد شي، باید څه وکړي؟

دوه لارې موجودې دي: تاسو کولای شئ چې له آلمان څخه ووځئ او یا دا چې د پریکړې پر ضد دعوا وکړئ. په ډیرو مواردو کې تاسو دوه اوونۍ وخت لرئ چې د پریکړې پر ضد دعوا وکړئ. د دې کار د کولو له پاره باید تاسو په لیکلې بڼه د آلمان حکومت ته ووایي چې ولې غواړئ په آلمان کې پاتې شئ. تاسو دا کار پخپله کولای شئ او یا هم کیدای شي چې یو وکیل وګومارئ. دا ډیره مهمه ده چې تاسو پر وخت اقدام وکړئ. دا چې یو کس څومره وخت لري، په دقیقه توګه په هغه لیک کې راغلي وي چې ورته استول شوي وي.په نورو مواردو مهاجر کولې چې د دغه تصمیم په مقابل کې له ځان څخه دفاع وکړي.

په خپله خوښه د ستنیدونکو کسانو په اړه معلومات دلته ترلاسه کړئ.

زه چیرې اوسیږم او خوراکي توکي څرنګه اخیستی شم؟

ډیر شمیر کډوال لومړۍ درې میاشتې په «د لومړنیو مرستو په یوه مرکز» کې تیروي. هغه څوک چي له امنو هيوادونو څخه راځي او په آلمان کي د پنا غوښتنه کوي د پناه غوښتني د دوسيې د څېړلو تر پايه پوري په دغه مرکز کي پاتيږي. دا یو لوی ځای وي چې ډیر وخت ترې بنجره تاوه شوي وي. په دې ځای کې پولیس، ډاکټر، کافي تیریا او د اوسیدو خونې موجودې وي. تاسو ته په یوې ورځ کې درې وارې ډوډۍ، جامې او د پاک ساتلو توکې درکول کیږي.

تر دې مرحلې وروسته، تاسو یو ښار او یا هم ناحیې ته معرفي کیږئ. کډوال نه شي کولای پخپله د خپل اوسیدو ځای وټاکي. ځینې وختونه کډوالو ته کور وکول کیږي خو په ځینو مواردو کې هغوی ته په یوه ډله ییز استوګنځای کې د خوب یو تخت ورکول کیږي. تاسو باید د خپل غوښتنلیک په اړه د یوې پریکړې تر کیدو پورې په همدې ځای کې پاتې شئ.

هر کس په دې مرحله کې یو اندازه پیسې ترلاسه کوی. اوس د مجردو کسانو له پاره د دغو پیسو اندازه د میاشتې ۱۴۳ یور ده. دغه پیسې باید د خوراکي توکو، جامو او نورو ضروریاتو د رانیولو په موخه وکارول شي. له ماشومانو سره مالي مرسته د هغوی د عمر له مخې تغیر کوي. د آلمان حکومت ستاسو د کور او یا هم د ویده کیدو د ځای کرایه ورکوي.

هغه کسان چې د کډوالو په توګه ومنل شی، د پناه غوښتنې شرایط پوره کړي او یا د ستونزو له کبله خپل هیواد ته وا نه ستول شي، له هغو حقونو څخه برخمن دي چې بیکاره آلمانیانو ته ورکول کیږي. په دغو حقونو کې روغتیایي بیمه، د ماشومانو له پاره پیسې، د والدینو پیسې او په پوهنتون کې د زده کړو له پاره مالې مرستې شاملې دي. کله چې ستاسو د دوسیې په اړه پریکړه وشوه، نو تاسو کولای شي پخپله پریکړه وکړئ چې د آلمان په کومه برخه کې ژوند کوئ.