1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هغه ښځه چې په کندز کې یې د ډیرو ښځو ژوند ته بدلون ورکړ

رضا شیر محمدي (سید ریاض)۱۳۹۴ خرداد ۲۹, جمعه

له دې سره سره چې د کندز ولایت امنیتي وضعیت دومره ښه نه دی، خو بیا هم په دغه ولایت کې ښځي پراخ رسنیز فعالیتونه لري او له دې لاري د ښځو له حقوقو څخه د دفاع هڅه کوي. په دې برخه کې د زرغونه حسن نوم مخکې دی

https://p.dw.com/p/1Fifn
انځور: Radio Kayhan

زهره احمدي لا ۲۴ کلنه نه ده او د یوه ماشوم مور ده. سربیره پر دې چې هغه زیات مصرفیتونه لري، سهار وختي پاڅیږي او راډیو ته د تگ له پاره چمتووالی نیسي. د هغې موخه د دغه ولایت د ښځو بیداري ده چې له زیاتو ستونزو او محدودیتونو سره لاس او گریوان دي.

هغه وایي د ښځو له پاره چې له کور څخه د وتلو اجازه نه لري، څو ښوونځي ته ولاړي شي او پوهاوی تر لاسه کړي، یو ډول يې د معلمۍ دنده لري: «د راډیو څپې د یوه کور له سړي څخه اجازه اخیستلو اړتیا نه لري او ښځې ورته په آسانۍ سره په کورونو کې لاس لری لرلای شي. هغوی په خپلو کورونو کې زموږ له پروگرامونو څخه زده کړي کوي.»

د ښځو د پوهاوي له پاره هڅې

دغه ځوانه میرمن چې یوه آماتوره خبریاله ده، اووه کاله ترمخه هغه وخت چې محصله وه، د «زهره» په نوم د راډیو د مسئولې زرغونه حسن، له لوري پر دنده وگومارل شوه.

د زهرې احمدي، په څیر یو شمیر نجونې د کندز ولایت په رسنیو کې فعالیت کوي. د زهرې په څیر د هغوی زیاتره د دغه فرصت برابریدل د زرغونې حسن هڅې ښيي، چې د ډیرو ستونزو په قبلولو سره یې د ښځو د راډيو د جوړولو اقدام يې کړی دی.

زرغونه حسن وایي چې هغه مهال په ډیر شدت سره احساسیده، چې ښځې د اطلاع رسولو یوه بنیاد ته اړتیا لري: «په ۲۰۰۴م کال کې د امپکت موسسې د مارچ پر اتمه نېټه (د ښځو نړیواله ورځ) د یوې راډیو تجهیزات د کندز ښځو ته ډالۍ کړل. ما او زما څلورو ښځینه دوستانو د انترنیوز موسسې په تخنیکي ملاتړ سره کار پیل کړ.»

زرغونه حسن، چې د دغه راډیو له بنسټ ایښودونکو څخه شمیرل کیږي، تر ۲۰۰۹م کاله پوري د «زهره» راډیو مسئوله وه. د هغې په وینا «ډیره گرانه وه چې داسي مېرمنې پیدا کړم چې په یوه رسنۍ کې کار کولو ته چمتو اوسي.» هغې د ډیرو هلو ځلو په ترڅ کې په کابل کې د موسسو له لوري د کندز ولایت ښځو ته د ژورنالیزم په اړه روزنیزي دورې برابري کړې، څو ښځي په رسنیو کې پراخه نقش ولري.

له هغه ځایه چې رسنۍ د عامه اذهانو کنترول په لاس کې لري، زرغونې هڅه وکړه چې په دغه ولایت کې د رسنیو شمیر ډیر شي، څو د هغې د خپلې وینا له مخې «له دې لارې د کندز ولایت ښځو ته چې د کورنیو میندي دي او د خپلو اولادونو او د ټولني د راتلونکې په برخه کې مهم نقش لري پوهه شي چې نوره جگړه او وینه تویدل بس دي او د بیا رغاونی په فکر کې شي.»

Mädchen mit einem Radiogerät in Afghanistan
انځور: DW/F. Wahidy

د ځوانانو د پوهاوي له پاره هڅې

زرغونه حسن وایي کله چې «زهره» راډیو پر پښو ودریده، د ځوانانو په فکر کې شوه: «په زهره راډیو کې یوازي ښځو کار کاوه او ډیري ئې ځواناني ولې چې غوښتل یې په رسنیو کې ونډه ولري او خپلې انديښنې بیان کړي. په ۲۰۰۹م کال کې مي په خپلي شخصي شتمنۍ د «کیهان» راډیو جوړه کړه او یو شمیر نجوني او هلکان مي هغې ته استخدام کړل.»

د میرمن حسن په وینا، په افغانستان کې چې یو شمیر ځوانان له یاغیانو سره یو ځای کیږي د پوهاوني د نشتوالي او بې وزلۍ له کبله دا کار کیږي او په وینا یې دې ته اړتیا ده چې هغوی ته یو شغل برابر کړای شي او پوهاوی ورکړل شي. د دې ترڅنگ کیهان راډیو چې په کندز ولایت کې ډیر شمیر اوریدونکي لري، د دغه ولایت ځوانانو ته د سالمې تفریح موقع برابره کړې ده.

له بله اړخه دغې راډیو د کندز ولایت ۵۰ ځوانانو ته چې ۳۰ تنه یې رضاکاران وو داسې یوه لاره برابره کړه چې په ټولنه کې مثبت بدلون رامنځ ته کړي. دغه ځوانان چې زیاتره یې محصلین او زده کوونکي دي د ورزش، روغتیا، فرهنگ، ټولنې، سیاست، اقتصاد، بشري حقونو او د فساد پر ضد مبارزې په هکله پروگرامونه جوړوي او خپروي یې

گواښونه

د ۳۸ کلنې زرغونې هڅې چې په خپله وینا «د واده له پاره یې وخت نه دی موندلی» دومره آسانه هم نه دي. دغه میرمن چې خپل ټول ژوند یې د ښځو د حقوقو له پاره مبارزې او د ټولني پوهاوي ته ځانگړی کړی دی، څو څو واري د افراطي اسلامپالو، یاغیانو، ځایي قوماندانانو او آن د ځیني دولتي چارواکو له لوري گواښل شوې ده چې خپله دنده پریږدي.

میرمن حسن وایي چې د دغو نشراتو له لارې چې کومه اغیزمنتیا او یا هم انتقادونه رامنځ ته کیدل، له کبله یې دوه وارې زما د وژلو هڅې شوي دي: «یو ځل مخکې چې اخبار مې ثبت کړ اجیر او وسله والو سړو تښتونکو فکر کړی وو چې زه په دفتر کې یم او پر دفتر یې یرغل وکړ. زه یو ساعت مخکې له دفتر څخه وتلې وم. یو ځل یې پر راډیو هم حمله وکړه، هغه یې ویجاړه کړه او یو شمیر وسایل یې له ځان سره یووړل.»

هغه وایي چې د دغو پیښو په هکله یې د کندز امنیتي مقاماتو ته خبر ورکړ. د هغې په وینا پر طالبانو او محلي زورواکونو سربیره، یو شمیر حکومتي سیمه ییزو چارواکو دې ته لارښونه کړې ده چې پر کور کښيني او له فعالیتونو څخه لاس واخلي، خو په وینا یې هغه دې کار ته تسلیمه نه شوه او خپل کار ته یې ادامه ورکړه.

Universiät Kabul Radio- und TV-Studio
انځور: DW/A. Behrad

د میندو پر نقش تمرکز

په تازه وختونو کې زرغونه حسن، په خپل شخصي لگښت د «شایسته» په نوم راډیو جوړه کړې ده چې میندي به د نورو میندو له پاره پروگرامونه جوړ او خپروي. زرغونه حسن چې دوه کاله تر مخه یې د دغې راډیو د جوړیدو هڅې پیل کړې وې، د هغې موخه داسې بیانوي: «میندې د سولې، د سالم چاپیریال ساتنې، د خپلو اولادونو له پاره د ښو زده کړو او بالاخره د یوې سالمي ټولني په رامنځ ته کولو کې مهم نقش لري. موږ غواړو چې میندي له دې لارې خپل غږ پورته کړي او نورې میندې یې ترې هم زده کړي.»

هغه زیاتوي چې د ناامنیو د میزان په لوړیدو سره د هغو نجونو او ښځو چې مخکې یې په رسنیو کې کار کاوه، شمیر کم شوی دی. خو دغه میرمن اوس هم په دې هڅه کې ده چې هغوی ته روحیه ورکړي، څو بیرته خپلو کارونو ته وروگرځي.

زهره احمدي هم له ټولنیزو، دودیزو محدودیتونو او امنیتي ستونزو سره لاس او گریوان ده، خو هغه په دې باوره ده چې ښځې باید د زرغونه حسن په څیر میړانه وکړي، څو وضعیت ښه شي.

د هغې په وینا د زرغونې په شان ښځو چې په کندز کې کومه میړانه تر سره کړې ده، اجتماعي اذهان یې تر اغیز لاندي راوستي دي او د تیري یوې لسیزي د مخه د ټولنې په وضعیت کې څو واري ښه والی رامنځ ته شوی دی.